د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

په لوګر کې د چک پي. ار. ټي څومره کار کړی دی؟


په لوګر کې د چک جمهوریت پي. ار. ټي چارواکي وايي، چې دوی د پوهنې، کرنه، روغتیا او اوبو رسولو په اړه ډې کارونه کړي دي.
په لوګر کې د چک جمهوریت پي. ار. ټي چارواکي وايي، چې دوی د پوهنې، کرنه، روغتیا او اوبو رسولو په اړه ډې کارونه کړي دي.

په لوګرولایت کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم وایي، چې په دې ولایت کې د بیارغونې د بهیر د پرمخ وړلو لپاره د ښوونځیو جوړول او د روغتیایی اوکرنیزو مرستو برابرول د دوی په لومړیتوبونوکې نیولي دي.

په داسې حال کې چې په لوګر ولایت کې د نا امنیو او د وسله والو مخالفانو د فعالیتو د زیاتوالي راپورونه ورکول کیږي، په دې ولایت کې سیمه ایزچارواکي وایي، چې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د بیارغونې کارونه هم چټک روان دي.

د لوګرښاروال محمد هاشم حسین خیل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د بیارغونې ځیني کارونه په دې ولایت کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم له خوا پرمخ وړل کیږي.

د ښاغلي حسین خیل په خبره دوی په لوګر کې د چک جمهوریت ولایتي بیارغونې ټیم ته نوي وړاندیزونه ورکړي ترڅو د بیارغونې کارونه په ځانګړي توګه د ښار د پاکوالي، ښکلا او سرسبزۍ په برخه کې زیات شي:

د لوګر ښاروال څرګنده کړه، چې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم ترډیره د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې او اوبو رسولود پروژوپه برخو کې مرستې کړي.

په لوګر کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې د ډلې مسوولان وایي، چې دوی په دې ولایت کې د بیارغونې د پروژو د عملي کولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

په لوګر کې د پي. ار. ټي مطبوعاتي مسوولې کریسټینا ګریپلووا ازادي راډیو ته وویل، چې دوی سږکال دوه ملیونه ډالره په لوګر کې د بیارغونې په پروژو لګولي او په پام کې لري، چې یوشمېر نورې پروژې هم په دې ولایت کې عملي کړي:

"له کومه ځایه چې زموږ بودجه کمه ده، هڅه کوو چې مهمې پروژې عملي کړو. زموږ له نظره د کرنې، روغتیا، امنیت، پوهنې، د اوبو د تنظیم او اوبو رسولو پروژې ترنورو لومړیتوب لري."

په داسې حال کې چې په لوګر ولایت کې د بیارغونې د پروژوله عملي کېدو څخه خبرې کیږي، خلک وایي، چې باید د بیارغونې کارونه په دې ولایت کې لا چټک شي ترڅو ځوانانوته کارونه پیدا او د نا امنیو او جنګونو مخه ونیول شي.

په کابل کې دولتی چارواکي هم وایي، چې د کابل په ګاونډیو ولایتونو کې د بیارغونې د پروژوعملي کول کولای شي له یوې خوا پرکابل د نا امنیو فشار کم کړي او بل لورته په دغو ولایتونو کې زرګونه تنه ځوانان چې اوس مهال بې کاره دي په کارونو بوخت شي.
XS
SM
MD
LG