د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په کندهار کې به د رایو مرکزونوښه امنیت ونیول شي


په سويلي حوزه کې د ټاکنو د کميسون مشر عبدالواسع الکوزي وايي چې په کندهار کې يوولس لکه کسانو نوم ليکنه کړي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې به پنځه لکه يوڅلويښت زره کسان رايه ورکړي .

د کميسون مشر دغه څرګندونې نن په کندهار کې د٢٠٥ اتل قول اردو په قومندانۍ کې يوې خبرې ناستې ته وکړي.

په دغه خبري ناسته کې د کندهار والي توريالي ويسا او د٤٠٤ ميوند زون قومندان جنرال محمدشفيق فضلي هم برخه درلوده .

په سويلي حوزې کې د ټاکنو د کميسون مشر عبدالواسع الکوزي خبريالانو ته وويل چې د غورک او ميانشين ولسواليو پرته به په کندهار ښار او ولسواليو کې په ټوليزه توګه ٢١٢ د رايي ورکولو مرکزونه وي.

الکوزي وويل چې امنيتي ارګانونو ډاډ ورکړی چې د ټولو مرکزونو امنيت به وساتل شي ترڅو خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، د سويلي حوزې د ټاکنو د کميسون مشر وويل چې د ولسمشري او ولايتي شورا ګانو په ټاکنو کې تخنيکي ستونزې وې خو دا ځل به ستونزې نه وي:

(د کندهار د ولايت په سطحه په بېلابېلاو پړاوونو کې تقريبا تر يوو لس لکه اضافه خلکو ثبت نام کړي ولې په دغه انتخاباتو کې يا د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د پنځه لکه يو وڅلويښت زره کسانو لپاره موږ زمينه برابره کړي چې دوي خپله رايه استعمال کړي.)

د کندهار والي توريالي ويسا خبريالانو ته وويل چې د ټاکنو په ورځ به ٦٣١٤ تنه ملي پوليس او ٦١١٠ د ملي اردو سرتېري د مرکزونو امنيت وساتي او د ايساف ځواکونه به د دوي سره همکاره وي:

(د امنيت په ارتباط باندې همکاري او هماهنګي د ټولو تر منځ موجوده ده هرڅوک پوهيږي چې څوک څه وکړي د انتقالاتو په ارتباط چې مواد څه وخت ورسول شي څه وخت راټول شي امنيت يي څنګه ونيول شي دا ټول هغه شيان دي چې تشريح شول د مسولينو له خوا.)

د ولسي جرګې ټاکنې چې ټاکل شوې د سنبلې د مياشتې په ٢٧ نېټه په ټول افغانستان کې و شي، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو د استازو لپاره ١١ څوکۍ دې د دغه څوکيو د ګټولو لپاره دا ځل ٥١ کسانو ځانونه کانديد کړي چې لس تني يي ښځې دي .

راپور : محمدصادق رښتينى
XS
SM
MD
LG