د سولې د عالي شورا د جوړېدو په هدف ولسمشر حامد کرزي، د خپلې کابنیې له غړو، جهادي او سیاسي مشرانو سره څو پرله پسې غونډې وکړې او بالاخره د شنبې د ورځې په غونډه کې د دغې شورا غړي وټاکل شول، د سولې عالي شورا د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه جوړه شوې.
څو میاشتې مخکې په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې وړاندیز وکړ، چې له وسلوالو مخالفینو سره د خبرو اترو لپاره دې یوه عالي شورا جوړه شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي هم د دغې شورا جوړېدل په هېواد کې د سولې راوستلو پر لور یو مهم ګام بولي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال احمد ضیا سیامک هیروي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
(د سولې عالي شورا د افغانستان د حکومت او خلکو یو بل مهم ګام و، چې په هېواد کې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره واخیستل شو.
په دې شورا کې د افغانستان پر سیاسي او جهادي رهبرانو سر بیره یو شمېر قومي مشران او ښځې هم ګډون لري، د سولې عالی شورا ښايي له پنځوسو نه تر شپیتو غړي ولري. )
که څه هم چارواکي وايي، چې د سولي عالي شورا د غړو نومونه به له کوچني اختر وروسته خپاره شي، خو د دې شورا د جوړېدو په غونډه کې له جهادي مشرانو څخه استاد برهان الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، صبغت الله مجددی، کریم خلیلي او محمد محقق هم ګډون کړی و.
د سیاسي چارو کارپوهان هم د سولې د عالي شورا رامنځ ته کول د سولې لپاره یوه ښه ګام بولي، د سیاسي چارو یو تن کار پوه احمد سعيدي وايي، چې دغه شورا باید له داسې کسانو جوړه شي، چې وسلوال مخالفین او د جګړې نورې ډلې پرې باور ولري، خو سعیدی انتقاد کوي چې د دې شورا د جوړېدو په غونډه کې داسې کسانو برخه اخیستې وه، چې د نوموړی په وینا د باور وړ نه دي.
په افغانسان کې د تېرو څو کلونو راهیسې د مشرانو جرګې د رئیس حضرت صبغت الله مجددی په مشرۍ هم د سولې او ملي پخلاینې په نوم یو کمیسیون فعالیت کوي، چارواکي وايي، چې ښاغلي مجددي به د سولې د عالي شورا غړی هم وي، خو
تر اوسه څرګنده نه ده چې د دې شورا په جوړېدو به یاد شوی کمیسیون هم په خپل ځای پاتې شٍي او که څنګه؟
که څه هم وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي د دې شورا د جوړېدو په اړه تراوسه پورې څه تبصره نه ده کړې، خو پخوا تر دې یې د افغان دولت دارنګه اقدامات رد کړی او د هغو پر ضد یې عمل کړی دی.