د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

یوشمېر ښځینه کاندیدانې په خپلوکمپاینونو کې له ستونزو سره مخ دي


دغه کاندیدانې وايي، چې د لارو او واټونو پر سر د دوي هغه عکسونه چې د انتخاباتي کمپاین په موخه نصب شوي دي د یو شمېر نا معلومو کسانو له خوا شلول کیږي او یا هم رنګ پرې شیندل کیږي
دغه کاندیدانې وايي، چې د لارو او واټونو پر سر د دوي هغه عکسونه چې د انتخاباتي کمپاین په موخه نصب شوي دي د یو شمېر نا معلومو کسانو له خوا شلول کیږي او یا هم رنګ پرې شیندل کیږي

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته تر یوې میاشتې کمه موده پاتې ده او د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه هم ښه ګرم روان دي، یو شمېر ښځینه کاندیدانې شکایت لري چې د دوي انتخاباتي کمپاینونه له ستونږو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته یو شمېر ښځینه کاندیدانې دا شکایت لري چې د دوي په وړاندې له تعصب څخه کار اخیستل کیږي.

دغه کاندیدانې وايي، چې د لارو او واټونو پر سر د دوي هغه عکسونه چې د انتخاباتي کمپاین په موخه نصب شوي دي د یو شمېر نا معلومو کسانو له خوا شلول کیږي او یا هم رنګ پرې شیندل کیږي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شکریې بارکزی چې سږنیو انتخاباتو ته هم ولاړه ده د دغو ورانکارو اعمالو د ترسره کولو د لاملونو په اړه وايي:

(په اول قدم کې دا ښيي چې زموږ ټولنه لا اوس هم دې ته چمتو نه ده چې کم از کم داسې یو فرهنګ ته غاړه کېدي ځکه چې پوستر د دې لپاره نه ده چې د هغې پر سره دې بل څه راشي ، دا دې عامه پوهاوي لپاره ده چې سالمه ګټه باید ترې واخیستل شي او په دوهم قدم کې تعصب له ښځو سره ښکاره کوي او درېم لاامل يي د ځینو له خوا منفي رقابتونه دي.)

دغه شان د افغانستان د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې د کابل ولایت څخه یوه بله کاندیده فریبا چرخې هم د ښځو به وړاندې د تاوتریخوالي دغه عمل غندي او له اړوندو ارګانونو څخه یې د مخنیوي غوښتنه کوي .

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د دغه کار مخنیوی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دنده ده او دغه موضوع باید د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا وڅیړل شي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري ازادۍ راډیو ته وویل چې پولیس په دې برخه کې کار کوي او دې دا شان اعمالو د ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وشي:

(د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته دا دنده سپارلې چې څوک په عکسونو رنګ پاشي دوي سره دې باید قانوني چلند وشي او دا کار د قانون خلاف کار دی.)

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ولسي جرګې لپاره انتخاباتي کمپاینونه د کابو دوه نیم میاشتو راهیسې روان دي، ټاکل شوې چې دغه انتخابات د روان لمریز کال د وږي د میاشتې په ۲۷ مه نېټه تر سره شي.
XS
SM
MD
LG