د کابل له ولایت څخه ولسي جرګې ته د کاندیدانو په ډله کې د سیکانو او هندوانو دوه تنه هم لیدل کیږي، دا کاندیدان یوه ډاکټره انارکلي هنریار او بل پرت پال سنګ دي.
دوي وایي خوښ دي چې د افغانستان تابعیت لري او نیت یي کړی چې د ولسي جرګې له لارې خلکو ته که مسلمانان وي او که هندوان، خدمت وکړي.
شپږویشت کلنه ډاکټره انارکلي هنریار وایي، عدالت او د بشر د حقونو رعایت د دې شعار دی او همدارنګه زیاتوي چې، په کابل او یو شمېر ولسوالیو کې کمپاینونه ترسره کړي او نتیجه یي هم ښه وه، خو وایي چې د کمپاین په بهیر کې له یو لړ ستونزو سره مخ ده:
"په کابل او ولسوالیو کې زما رضاکاران په کمپاین بوخت دي د کامیابۍ په هیله یم، خو له امینتي ستونزو سره مخ یم او څرنګه چې زه هندوه یم دا ستونزه ماته ډیره متوجې ده.
بله ستونزه د یو کاندید له خوا د بل کاندید پرضد ناوړه تبلیغا ت او بله ستونزه د رايي ورکولو د کارټونو د مرکزونو تړل دي، هیله ده پاملرنه ورته وشي."
پرت پال سنګ، چې د هېواد روانو جنګونه ترې یوه سترګه او یوه پښه اخیستې، د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې زیږیدلې او اوس مهال د کابل په ښار کې اوسیږي، وایي چې د دوستانو په مالي مرسته ولسي جرګې ته کاندید شوی دی او د ځینو ګواښونو له امله یوازې د ښار په درمسالونو کې کمپاین کوي او بس، پرت پال سنګ خپلې ستونزې له ازادۍ راډیو سره داسې شریکې کړې:
"ماته تیلفونونه کیږي او ګواښل کیږم، دې ګواښونو مجبور کړی یم چې، یوازې د کابل ښار په درمسالونو کې کمپاین وکړم، هیله ده مسلمانان هم رايې راکړې."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې، د هېواد د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون سره سم یي، ټولو کاندیدانو ته، پرته له هر ډول تبعیض او امتیاز څخه یوشان شرایط په پام کې نیولي او یوشان اسانتیاوې یي ورته برابر کړي دي.
د دې کمیسیون ویاند نورمحمدنور د موضوع په هکله ازادۍ راډیو ته وویل:
"هرڅوک چې د افغانستان تبعه وي که مسلمان،هندو یا سیک د انتخاباتو کمیسیون ورته په یو نظر ویني او ټولو ته یو شان اسانتیاوې برابروي."
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا هم وایي، چې د رايي ورکولو د کارټونو د ورکړه یي، د اسد د میاشتې په یوویشتمه نېټه بنده کړې ده او که چېرې کاندیدان د دوي ځانګړي ستونزې د انتخاباتو له کمیسیون سره شریکې کړي، بیا به هم ورته تدابیر ونیسي.
ویل کیږي چې، د کابل په ښار کې د رایو ورکولو د وړو هندوانو شمېر شاوخوا زرو تنو ته رسیږي، خو یاد شوي دواړه کاندیدان هیله ښيي چې، د سیکانو او هندوانو تر څنګ به ورته مسلمانان هم رايي ورکړي.
سره له دې چې اوس مهال په ولسي جرګه کې د هندوانو کوم استازی نشته خو ولسمشر حامد کرزي د سیکانو په استازیتوب، یو تن د انتصابي سناتور په حیث مشرانو جرګې ته ور پیژندلی دی، ټاکل شوی ده د ولسي جرګې انتخابات د سنبلې په اووه ویشتمه ترسره شي.
راپور: خان محمد(سیند)