د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۷

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د سړکونو رغولو ته نوی پلان لري


د کابل ښار ځینې سړکونو تر بیارغونې لاندې
د کابل ښار ځینې سړکونو تر بیارغونې لاندې

کابل ښاروالۍ وایي چې، د کابل ښار او شاوخوا سیمو سړکونو ته یي پلان ترتیب او په پلي کېدو لاس پورې کړی دی او تر اوسه یې له ۱۵۰۰کیلومترو سړک څخه شاوخوا څلور سوه کیلومتره پاخه کړي دي.

کابل ښاریان چې، کلونه کلونه یي د ښار د لارو او سړکونو د تنګوالي او خرابوالي له امله ستونزې ګاللې او اوس هم ورسره لاس او ګرېوان دي، دم ګړۍ د کابل ښاروالۍ د سړکونو د جوړونې روانی هڅې ستایي.

په دې وروستیو کې د کابل ښار په یو شمېر مرکزي سیمو کې لیدل کیږي چې، د سړکونو د پخونې پرسونل او ماشینونه شپه او ورځ په کار بوخت دي، کابل ښاروالۍ وایي، تصمیم یي نیولی چې په لومړي سر کې د ښار ټول مرکزي سړکونه له سره پاخه کړي.

د ښار اوسیدونکي وایي، هیله ده دا لړۍ همداسې چارې او لمن یي د ښار شاوخوا سیمو ته هم وغځیږي، د عبدالمجید په نوم یو تن ازادۍ راډیو ته وویل:

"د ښارسړکونه ډیرخراب دي، قیر یي له منځه تللی، ویالې په کې جوړې شوي او په ډیرو ځایونو کې اوبه ډنډیږي چې خلکو
د کابل ښاروالۍ مرستیال سرمهندس عبدالاحد واحدي
ته یي ستونزې پیداکړي دي خو اوس د سړکونو د پخېدو کار روان شوی، دا ښه کار دی هیله ده چې جاري پاتې شي."

کابل ښاروالۍ وایي، چې دوي پلان لري، د کابل ښار ټول مرکزي سړکونه چې اوږدوالی یي څه باندې پنځلس سوه کیلومتره کیږي، له سره پاخه کړي.

په دې هکله د کابل ښاروالۍ مرستیال سرمهندس عبدالاحد واحدي ازادۍ راډیو ته وویل چې، په دې برخه کې ورسره د امریکا د متحدو ایالاتو نړېوالې پراخیتایي ادارې او نړېوال بانک د مالي مرستو ژمنه کړې ده او پیل شوی پلان به په درې کالو کې پلي کړي، ښاغلي واحد زیاته کړه:

"دا کار د نړېوال بانک د اته لسو میلنونو ډالرو په مالي مرسته پیل شوی، موږ غواړو د ښار د مرکزي سیمو پنځه لس کیلومتره سړکونه په درې کالو کې له سره پاخه کړو."

اوس مهال د کابل ښار په جاده میوند، پښتونستان واټ، د پارک زرنګار ګرچاپیره، نوی ښار، باغ قاضي، چهلستون، دارالامان، پل باغ عمومي، او داسې نورو مرکزي سیمو کې د سړکونو د پخولو او ویالو ایستلو چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

دا هغه چارې دي چې، کابل ښاریان یي په لېدو خوښیږي خو داهم وایي چې، کله کله د دې سړکونو د پخېدو چارې په اوونیو اوونیو ځنډیږي او د خلکو او په تېره د موټر چلوونکو د ستونزو سبب ګرځي، خو کابل ښاروالۍ وایي چې، دوي د تړون کوونکو چارې څاري او زور پرې اچوي چې، د دوي په چارو کې ځنډ رامنځته نه کړي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG