د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

رفعت:د کاندیدانو له لست څخه مو د لسو نورو نومونه هم لېرې کړل


د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غړی او ویاند احمدضیا رفعت
د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غړی او ویاند احمدضیا رفعت

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د شکایتونو د اورېدو کمیسیون وایي، چې د یو لړ کره څیړنو وروسته یي، د ولسي جرګې د کاندیدانو له لست نه د لسو نورو کاندیدانو نومونه هم لېرې کړل.

د افغانستان د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لست څخه د نومونو د لیری کولو لړی اوس هم روانه ده.

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د یکشنبې په ورځ له دغه لست څخه د نورو لسو تنو کاندیدانو نومونه هم وغورځول.

د افغانستان د انتخاباتو د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون غړی او ویاند احمدضیا رفعت یوې خبري غونډې ته وویل، چې دا لس تنه کاندیدان له مختلفو ولایتونو څخه و او د شکایتونو کره څیړنو وښوده چې، له دولتي څوکیو څخه یي استعفا نه وي کړي. ښاغلي رفعت وویل:

( د شکایتونو د اورېدو کمیسیون د کاندیدانو له وروستي لست څخه لس تنه نور کاندیدان هم لېرې کړل، دوي له دولتي څوکیو څخه استعفا نه وې کړې.

دا لړۍ روانه ده او کېدای شي ترانتخاباتو پورې ځیني نور کاندیدان هم له لست څخه وغورځول شي)

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو وویل چې، د ولسي جرګې د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو له پیل څخه تر اوسه، دوي ته د کاندیدانو پرضد څه باندې زر شکایتونه رسېدلي چې، د څیړلو چارې یي په پوره دقت سره روانې دي.

ضیا رفعت وویل، د هېواد خلکو ته دا حق ورکړل شوی چې، د کاندیدانو په باب هر ډول مستند شکایتونو د انتخاباتو کمسیون ته وسپاري.

د شکایتونو د اورېدلو د کمیسیون ویاند وویل، فیفا یا د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد پردوي تور لګولی چې، د کاندیدانو پرضد څه باندې شپیته شکایتونه یي په کره توګه نه دي څیړلي . ده د شوي ادعا د سپیناوي په هکله زیاته کړه:

(فیفا باید په مشخصه توګه ووایي، چې کوم شکایت څیړل شوی نه دی،د شکایتونو د اورېدو کمیسیون هغه شکایتونه څیړي چې کره سند او شواهد ولري.)

د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون د معلومات له مخې تر اوسه د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لست څخه د لېرې شوېو کاندیدانو شمېر دوه شپیته تنوته ورسېد.

دا کمیسیون وایي، چې د کاندیدانو له وروستي لست څخه په لېرې شوېوکې هغه کاندیدان شامل وچې، یا یي له دولتي څوکیو څخه استعفا نه وی کړې، یا په غیر قانوني وسله والو ډلو کې اوس هم شامل و او یا دا چې د نورو کاندیدانو پرځای یي خپل نومونه راجسټر کړی و.

راپور:خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG