د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

عام خلک د انتخاباتو د راېو د مرکزونو تړلو اندېښمن کړي


کاندیدان:د انتخاباتو په ورځ د راېو د مرکزونو تړل به ګڼ شمېر خلک د رایې له ورکولو بې برخې کړي
کاندیدان:د انتخاباتو په ورځ د راېو د مرکزونو تړل به ګڼ شمېر خلک د رایې له ورکولو بې برخې کړي

عام خلک او د ولسي جرګې انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدان د وږې د اوه ویشتمې نېټې د انتخاباتو په ورځ د رایي ورکولو د څه باندې نهه سوه مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندیښمن دي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په بېلابېلو ولایتونو کې به دغه مرکزونه د نا امنیو له امله تړلي وي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو له امله د څه باندې ۹۰۰ مرکزونو د تړل کېدو اعلان یو شمېر خلک او د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو ته یو شمېر کاندیدان اندېښمن کړي دي.

دوي وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورځ د راېو د مرکزونو تړل به ګڼ شمېر خلک د رایې له ورکولو بې برخې کړي.

یو شمېرعام وګړي وایي، چې د افغانستان په زیاترو سیمو کې د راېو د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره به د ولسي جرګې انتخابات تر پوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون څو میاشتې مخکې په ټول هېواد کې د ۶۸۰۰ د راېو د مرکزونو فهرست امنیتي ارګانونو ته واستاوه چې د امنیت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړي، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امنیتي ستونزو له امله به د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې څه باندې ۲۴۰۰ د رایو ورکولو محلونه د انتخاباتو د امنیتي پروګرام تر پوښښ لاندې رانه شي.

ویل کیږي، چې غزني ولایت هم له هغو ولایتونو څخه دی، چې تر ټولو ډیر د رایې ورکولو مرکزونه به په کې تړلې وي.

د ولسي جرګې انتخاباتو ته د غزني ولایت یو شمېر کاندیدان هم له دې امله اندېښنه لري، چې د دغه ولایت ډېر شمېر خلک به له خپلو حقونو څخه محروم شي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس فضل احمد معنوي وایي، چې د راېو د مرکزونو له تړل کېدو سره سره د شفافو انتخاباتو ترسره کېدل ممکن دي:

( که د راېو ۱۴۴۸ تړل شوي محلونه هم ولرو، نو فکر نه کوم، چې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. دغه مرکزونه له ډېر مجبوريته تړل شوي.

د افغانستان حالت له هیچا پټ نه دی. د دې پرځاې چې غیر شفاف او نا سم انتخابات ولرو، غوره دی چې ښه انتخابات ولرو که هرڅو د راېو مرکزونو د تړل کېدو په هکله ستونزې هم ولرو.)

ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د سنبلې یا وږي میاشتې ۲۷ نېټه وشي، په دې انتخاباتو کې له ټول افغانستان څخه د څلورو سوو ښځو په ګډون ۲۵۰۰ کسانو د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکیو ته ځانونه کاندید کړي دي.

خبریاله : ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG