د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

خلک:د رايې ورکولو د کارټونو وخت دې زیات شي


ډیرو خلکو تر اوسه د رايی ورکولو کارټونه نه دي اخیستی او که دا مرکزونه وتړل شي، د دوی حق به تر پښو لاندې شي.
ډیرو خلکو تر اوسه د رايی ورکولو کارټونه نه دي اخیستی او که دا مرکزونه وتړل شي، د دوی حق به تر پښو لاندې شي.

د افغانستان ګڼ شمېر خلک وایي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دی د رايې ورکولو د کارټونو مرکزونه، نور هم پرانیستی پریږدي. دوي وایي، ډیرو خلکو تر اوسه د رايی ورکولو کارټونه نه دي اخیستی او که دا مرکزونه وتړل شي، د دوی حق به تر پښو لاندې شي. خود انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې خلکو ته دوه میاشتې وخت ورکړل شوی واو د اصولو سره سم نه غواړي چې د رايی ورکولو د کارټونو ویشلو ته دوام ورکړي.

د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د انتخاباتو لپاره د رايې ورکولو د کارټونو د مرکزونو له تړل کېدو سره، خلک وایي چې ډیرو لا کارټونه نه دي اخیستي او باید نور وخت هم ورکړل شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اسد د میاشتې په یوویشتمه نېټه د رايې ورکولو د کارټونو مرکزونه وتړل، خو ګڼ شمېر خلک ازادۍ راډیو ته وایي چې دوي لا د رايی ورکولو د کارټونو د اخیستو په هڅو کې دي او که دا مرکزونه نورو کارټونه ونه ویشي د ډیرو پرحق به سترګې پټې شوي وې، خلک وایي:

(نوم مې قاسم دی، ډیرخلک له ایران او پاکستان څخه راغلي غواړي چې کارټونه واخلي، که دا مرکزونه وتړل شي، خلک به له رايې ورکول بې برخې او حق به یي وخوړل شي، باید خلکو ته نور وخت هم ورکړل شي چې کارټونه واخلي.)

د افغانستان د انتخابات خپلواک کمیسیون وایي، چې خلکو ته د هېواد په مرکز او ولایتونو کې دوه میاشتې وخت ورکړل شوي و، چې د رايې ورکولو کارټونه تر لاسه کړي، دا کافي وخت و او نور نه شي کولای چې د رايی ورکولو د کارټونو د ورکړې موده وغځوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي ازادۍ راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو ولیدل شول، چې د یو منظم سیستم نشتوالي او له کارټونو څخه ناوړې ګټې اخیستنې، دوی اړ کړل چې د اعلان شوی اصل سره سم د اسد په یوویشتمه د رايی ورکولو د کارټونو ویشل بند کړي.

معنوي وویل:

( په درې پړاونو کې اوه لس نیم میلیونوخلکو کارټونه اخیستي، په دې انتخاباتو کې کارټونو ویشلو ته ضرورت نه و، خو د دې لپاره چې ډیرخلک په کې برخه واخلي موږ مرکزونه پرانیستل خو ولیدل شول چې ډیرو تکرار کارټونه واخیستل چې دا کارغیر اصولي او انتخاباتو زیان رسوي.)

په هکله مدني ټولنې، فیفا یا ( د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنیاد)، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون، ملي شورا او د ولسمشر مشاورانو هم بحثونه کړی او د رايې ورکولو د کارټونو نور ویشل یي سودمن ګڼلې دی.

خو د انتخاباتو کمیسیون وایي، چې د نورو کارټونو ویشل د دې پرځای چې انتخاباتو ته ګټه ورسوي، زیان یې ترې ډیر احساسیږي.

ټاکل شوی ده چې د ولسي جرګې انتخاباتو د سنبلې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شي، په دې انتخاباتو کې د ولسي جرګې دوه سوه نهه څلویښت کرسیو ته شاوخوا دوه زرو او پنځه سوه تنه ولاړ دي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG