د امريکا بې پيلوټه الوتکو یوځل بیا پر شمالي وزيرستان بريد وکړ، په دې برید کې د راپورونو له مخې ۱۲ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
له سيمې نه په را رسېدلو رپوټونو کې ويل شوي چې دغه بريد د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه د شمالي وزيرستان د ميرعلي سيمې جنوب خوا په ايسوړي کلي کې د شيرادين نومې کس پر کور ترسره شوی چې ويل کېږي مشکوک وسله وال جنګيالي په کې اوسېدل.
ويل کېږي چې بې پيلوټه الوتکو په دغه بريد کې دوه توغندي توغولي چې له لامله يې په نخښه شوی کور په بشپړه توګه له منځه تللې، ځايي دولتي چارواکو پېښه تائید کړې خو له جزياتو ورکولو يې ډډه کړې.
سيمه ايز خبريال عمر دراز وزير له سيمې نه د تیليفون پر ليکه ازادۍ راډیو ته وويل:
"تر اوسه د دولسو تنو د وژل کېدو رپوټ را رسېدلی خو دا چې شپه ده او امنيتي وضع هم ښه نه ده نو ځکه څوک نژدې نه شي ورتلی، ځايي خلکو سيمه کلابنده کړې او څوک نژدې نه پرېږدي، خو د هغوي په وینا دولس تنه په کې وژل شوي خو د هويت په اړه يې لا څه نه دي ويل شوي."
بې پيلوټه الوتکو په داسې حال کې پر شمالي وزيرستان بريد کړی چې د دغې سیمې په ګډون د پښتونخوا ډیری برخې سيلابونو سختې ځپلې او په سلګونو زره خلک يې بې کوره کړي.
په روانه عيسوي مياشت کې دا لومړی ځل دی چې دغه ډول بريد ترسره کېږي، له دې وړاندې تېره میاشت پر وزيرستانونو په درېیو پرله پسې ورته بريدونو کې د رپوټونو له مخې د څو تنو بهرنیو وسله والو په ګډون پنځه ويشت تنه جنګيالي وژل شوي ول.