د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

په حیرتانو کې د تیلو او غازو نوی کان موندل شوی


د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وايي، تر څېړونو وروسته د دغه کان د سپړلو کار پیلوي
د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وايي، تر څېړونو وروسته د دغه کان د سپړلو کار پیلوي

د افغانستان د کانونو وزارت د هېواد په شمال کې د نفتي موادو د یوه نوې کان د کشف خبر ورکړی. د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وویل، دغه کان چې د تیلو او غازو دی، د حیرتانو اړوند د مزارشریف او تاشقرغان ترمنځ موقیعت لري، چې د جیولوژي سروې د ادارې او نورو نړیوالو څیړنو په پایله کې کشف شوی دی.

د افغانستان د کانونو وزارت چارواکي وایي، اټکل کیژي چې دغه کان به یو اعشاریه اته میلیارد بشکې نفتي مواد ولري.

د کانونو وزارت ویاند جواد عمر د شنبې په ورځ په کابل کې ازادي راډیو ته وویل، چې د یاد شوي کان په اړه څیړنې تراوسه پورې نه دي پشپړې شوې او تمه ده چې د افغان او نړیوالو ادارو له خوا د دغو څیړنو پایلې د روان کال د عقرب یا دلوی په میاشتو کې پای ته ورسیږی. نوموړي په دې اړه وویل:

"دغه نوی مثلث ډوله کان چې د حیرتانو په سیمه د مزارشریف او تاشقرغان ترمنځ موقیعت لري دا په افغانستان کې د نورو نفتي موادو د کانونو په څېر یو لوی کان دی.

دا کان د سروې جیولوژي ادارې او نورو نړیوالو ادارو د تحقیقاتو په پایله کې موندل شوی دی.

د دې کان حجم، یو اعشاریه اته میلیارد بشکې اټکل شوی دی. مخکې له دې د دې کان د څیړنې په اړه د افغانستان جمهوري دولت له نړیوالو څیړنیزو ادارو څخه د څیړنې غوښتنه هم کړې وه."

ښاغلي عمر همدا راز وویل، چې د تیلو او غازو یاد شوی کان نوې کشف شوی دی او تر مخکې دوی پرې دولت خبر نه و.

د عمر په خبره د افغانستان اکثره کانونه د ګاونډیو هیوادونو پولو ته نږدې موقعیت لري خو د نفتي موادو نوی موندل شوی کان د کاونډیو هېوادونو له پولو څخه لیرې د افغانستان په خاوره کې دی.

د نوموړي په وینا په پام کې ده، چې د غازو او تیلو پرکان د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به د دغه کان د ویستلو کار پیل شي.

په افغانستان کې تر دې مخکې هم د نفتي موادو ځیني زیرمې موندل شوي دي خو د پرمختللی تکنالوژۍ د نشتوالي له امله یې د استخراج په برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی.

څه موده وړاندې د افغانستان د کانونو په اړه نوې خپاره شوي رپوټونو وویل، چې افغانستان د نږدې درې تریلیونو ډالرو په ارزښت بیلابیل کانونه لري.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG