د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د انتخابات خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په بهیرکې پر بشپړامنیت ډاډمن نه دی


سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په بهیرکې پر بشپړ امنیت ډاډمن نه دی. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس چې په دې وروستیو کې د انتخاباتي تېارېو د څارلو په مقصد د هېواد څو ولایتونو ته تللی و

سره له دې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده او امنیتي ارګانونه هڅې پیل کړي دي، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پلان له مخې د انتخاباتي مرکزونو امنیت خوندي کړي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دې مرکزونو پر امنیت ډاډمن نه دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې که چېرې د دې مرکزونو امنیت باوري نه شي، د انتخاباتو بهیر به له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ریيس فضل احمد معنوي چې په دې وروستیو کې د انتخاباتي تیارېو د څارلو لپاره د هېواد یو شمېرجنوب لویدیځ ولایتونو ته تللي و، د پنجشنبې په ورځ یي په کابل کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د امنیتي ارګانونو اوسني اقدامات کافي نه بلکې ډیرو ځواکونو ته ضرورت دی چې د انتخاباتي مرکزونو امنیت د ډاډ وړ کړي، ښاغلي معنوي زیاته کړه:

"موږ باید د انتخاباتي ستونزو په لېرې کولو تادي وکړو، موږ ته امنیتي ارګانونو ډاډ راکړی خو کافي نه دي، انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي او امنیتي ارګانونه باید موږته کره معلومات راکړي."

ښاغلي معنوي وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، امنیتي ارګانونو ته د دوي انتخاباتي پلان څلور میاشتې مخکې ور سپارلي و.

ده دا هم وویل، چې امنیتي ستونزې د نورو ولایتونو په پرتله د هېواد په سرحدي سیمو کې ډیرې لیدل کیږي.

خو امنیتي ارګانونه وایي، چې دوي به د انتخاباتو تر دایرېدو پورې ډیرې نا امنی سیمې دې ته اماده کړي چې انتخابات په کې ترسره شي.

په دې هکله د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادۍ راډیو ته وویل:

"موږ تر اوسه شپږ زرو مرکزونو ته چمتوالی نیولی او نورعلمیات هم کوو ترڅو د انتخاباتو پورې ډیرې نا امنه سیمې انتخاباتو چمتو کړو."

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رايې ورکولو څه باندې شپږ زره مرکزونه په پام کې نیولي دي، چې ویل کیږي، لسګونو زرو امنیتي ځواکونو ته ضرورت لري.

خلک او کارپوهان هم وایي، چې که انتخاباتو ته بشپړ امنیتي تدابیر ونه نیول شي، بهیر به یي ستونزمن اوسي.

د ولسي جرګې دوه سوه او نهه څلویښتو کرسیو ته څه باندې دوه زره او پنځه سوو تنو ځانونه کاندید کړي او ټاکل شوې ده چې انتخابات یي د سنبلې د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شي.

راپور: خان محمد(سیند)
XS
SM
MD
LG