د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۴

سږ کال له ننګرهار نه ١٥٥٦ تنه حج ته ځي


د ننګرهار د حج او او قافو رياست وايي: سږ کال به له ننګرهار ولايت نه ١٥٥٦ تنه د بېت الله حج شريف ته لاړ شي.

دا رياست وايي: سږ کال حاجيانو ته د پخواپه نسبت ښه شرايط برابرېږي، خو تر ٣ زرو تنو زيات کانديدان، چې لا يې په پچه اچونه کې نوم نه دى راختلى، وايي: چې ولې يې د نوم تر راوتو مخکې په کابل بانک کې د حج فيس داخل کړي.

د ننګرهار د ارشاد حج او اوقافو رئيس ملا اسدالله ساجد د پنجشنبې په ورځ وويل: د بېت الله د حج شريف لپاره د محمد کريم خليلي په مشرۍ ملي کميسيون ټاکل شوى او موږ ددغه کميسيون په لارښوونه په ننګرهار کې د حج د کانديدانو نوم ثبتونه ترسره کړې او په راتلونکي لنډ وخت کې به د پچه اچونې په اساس ١٥٥٦ تنه وټاکل شي.

د حج ځيني کانديدان چې نوم راوتو ته په تمه دي، وايي: د حج د لارې فيس يې ډېر وخت د مخه په کابل بانک کې اچولى؛ خو معلومه نه ده، چې نوم به يې راوخېژي کنه!. د محمد يوسف په نامه يوه کانديد وويل: اوس که د ده نوم راونه وځي؛ نو خداېزده چې تحويل کړي څه کم درې زره ډالر به بېرته په ګوتو ورشي کنه.

ده وويل: اوازې دادي، چې کابل بانک د چارواکو په خوښه د حج په پيسو شخصي سوداګري کوي، خداى دې وکړي چې دا رښتيا نه وي؛ ځکه چې په دې سره به زموږ د حج ثواب په عذاب بدل شي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس اسدالله ساجد وويل: دا پرېکړه په کابل کې د حج کميسيون کړې ده.

ده زیاته کړه: د ښاغلي خليلي په مشرۍ دا پرېکړه د حج د چارو د ښه تنظيم له پاره شوې ده او دوى ته يوازې د پچه اچونې خبر ورکړل شوى دى.

د ننګرهار ولايت خلک وايي: د افغانستان په څېر د پوره اسلامي هېواد لپاره بايد د حج هسې شرايط برابر شي، چې د پچې اچونې مسله په کې له منځه ووځي او هر څوک چې وغواړي په اسانۍ لاړ شي.

دوى وايي: د هند غير اسلامي هېواد ته تېر کال ١٢٠ زره د حج سهم ورکړ شوى و، خو افغانستان ته ٣٠٠٠٠ سهم ورکړل شوى، چې دا ډېر لږ دى.

محمد داود وفا
XS
SM
MD
LG