د افغانستان حکومتي چارواکي هیله ښیي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه د لسګونو نورو طالب مشرانود نومونو لرې کول په دې هیواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال سیامک هروي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د ملګروملتونو امنیت شورا ته له تورلست څخه د توګلو په هدف د اووه څلویښت تنو نورو هغوطالب مشرانو نومونه ورکړي، چې دا مهال د حکومت پرضد فعالیت نه لري.
ښاغلی هروي وایي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه د دغو نومونو ایستل به ډېرشمېر طالبان دې ته وهڅوي چې له دولت سره یوځای شي:
"د ملګروملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه چې د کومو کسانو د نومونو د لري کولو غوښتنه شوې ډېره مثبته اغیږه لري.
موږ د یوې پروسې د پیل په توګه دا کارکوو او تمه ده، چې د سولې د ټیګښت لپاره ګټوره تمامه شي.
دغه راز دا کار وسله وال مخالفان دې ته هڅوي، چې له وینې تویولو څخه لاس واخلي د سولې له بهیر سره یوځای شي."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د سولې د ملي مشورتي جرګې له پریکړو وروسته د افغان حکومت په غوښتنه تردې وړاندې هم د شلو تنو طالب مشرانو نومونه له خپل تور لست څخه لري کړي وو او ویل کیږي، چې لاهم د نږدې یوسلو شلو تنو طالب مشرانو نومونه په دې لست کې شامل دي.
ملګري ملتونه وایي، چې له تورلست څخه د هغو کسانو نومونه لري کیږي، چې د دې سازمان پنځلس واړه غړي پرې موافقه ولري او یو هېواد یې له تورلست څخه د نومونو د لري کولو غوښتنه وکړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه چې د کومو افغانانو نومونه لري کیږي باید د افغانستان اساسي قانون په مکمله توګه ومني، وسله پرځمکه کیږدي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او له القاعدې شبکې سره خپلې ټولې اړیکې وشلوي.
خو د سیاسي چارو کار پوه احمد سعیدي وایي، چې له تورلست څخه د دغو طالب مشرانو د نومونو لري کول به په هیواد کې د امنیت په ټینګښت کې ډیره مثبته اغیزه ونه کړي.
که څه هم افغان دولت وایي، چې په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه د ټولو طالب مشرانو نومونه لري شي، خو لا تراوسه وسله والو طالبانو د دې مسالې په اړه مثبت غبرګون نه دی ښودلی.
د سولې د ملي مشورتي جرګې له پریکړو سره سره بیاهم وسله وال طالبان ټینګار کوي، چې دوی به هغه وخت له افغان حکومت سره د خبرو میزته کیني چې له قید او شرط پرته بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه ووځي.
خو افغان حکومت وایي، چې ترڅو په هیواد کې پوره امنیت نه وي ټینګ او افغان ځواکونه له هره پلوه نه وي پیاوړي شوي نړیوال ځواکونه باید په افغانستان کې پاتې شي.