د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۵

جرمني:افغان حکومت دې د لسومرستندویو کارکونکو قاتلینو ته سزا ورکړي


یو شمېر کار پوهان او د بهرنیو هېوادونو چارواکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د زیاتو پېښو او د ملکي خلکو له وژنو وروسته، افغان حکومت کمیسیونونه جوړوي چې د کارونو نتیجه یي نه معلومیږي او په زیاتو مواردو کې د پېښو او وژنو عاملین عدالت ته نه دي وړاندې شوي. په روانې اوونۍ کي په بدخشان ولایت کي د یوې نړېوالې مرستوندوي موسسې لس تنه روغتیایي کارکوونکي ووژل شول.

په وژل شوېو روغتیایي کارکوونکو کې دوه افغانان، شپږ امریکاییان، دوه جرمنیان او یوه انګلیسه ډاکټره شامل دي. د جرمني حکومت دا ځل هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې د دغه جنایت عاملینو ته باید سزا ورکړي.

خو تجربو ښودلې چې د جرمني دا غوښتنه به هم په یوې هیلې بدله شي او څوک به ورته پام ونه کړي. ان د ځینو پېښو عاملین که نیول شوي هم دي، بیا هم هغوي زندان ته نه دي اچول شوي.

(ډي، پي، ا) اژانس لیکي: د ۲۰۰۹ کال مې میاشت کې په افغانستان کې د جرمني خاصو ځواکونو د څو ساعتونو پرله پسې عملیاتو په نتیجه کې د وسله والو طالبانو هغه شمېر قوماندان ونیول چې په دوي یي په منظم ډول حملې کولې.

جرمنیانو د عبدالرازق په نامه پیژندل شوی وسله وال هم په کابل کې افغان چارواکو ته وسپاره، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانڅ یوزیف یونګ وایي، هر څوک چې زموږ په ځواکونو یا زموږ په متحدینو حمله وکړي، موږ به ورسره جګړه وکړو او عدالت ته به یي ودرو.

د جرمني په پارلمان کې د دفاع په چارو کې د دولت وزیر کریستیان شمیت د عبدالرازق په اړه ویلي، هیله من دی چې نوموړی به ژر تر ژره محاکمه او د قانون له مخې محکوم شي.

خو (دي پی ا) لیکي: د عبدالرازق داستان به هم په کابل کې ختم شي او په دې مسلې به غټه تیګه کیښودله شي. دا مهمه نه ده چې په دې اړه له چا سره او له کومې مرجع سره خبرې کیږي. تر اوسه د عبدالرازق په اړه هیچا قانوني دعوا نه ده برابره کړې او د محکومېدو لپاره یي قانوني تعقیب هم نه دی شوی.

(دي پی ا) اژانس زیاتوي: زیات امکان لري چې عبدالرازق به په کوم پټ زندان کې ساتل کیږي او په یقین سره چې قانون به ورباندې عملی نه شي.

د اژانس په وینا، د طالبانو له یوه سېمه ایز مشر ملا نقیب الله سره چې په هلمند ولایت کې یي په انګلیسي ځواکونو حملې کولې، هم همدا شان چلند شوی و. ملا نقیب الله د ۲۰۰۸ کال په جنورۍ میاشت کې بی بي سي راډیو سره مرکې کې ویلي و، درې ځلې امنیتي ځواکونو نیولی و خو د رشوت او پیسو په بدل کې یي ځان له زندان څخه خلاص کړی و. د ده وروستۍ ادعا داوه چې د افغانستان د دفاع وزارت یوه چارواکي ته یي پنځلس زره ډالره رشوت ورکړی دی.

اژانس لیکي: د افغانستان پولیس او پوځ په ادارې فساد کې ښکیل دی او طالبان چې د نشه یي موادو له درکه زیاتې پیسې لري، ځینو چارواکو ته رشوتونه ورکوي.

(دي پي ا) لیکي: د امریکا خاص ځواکونه باور لري چې د نړېوالې مرستندوي موسسې د لسو تنو روغتیایي کارکوونکو په قتل کې څو تنه قوي قومي مشران لاس لري خو جرمن ځواکونو ته یي د نیولو اجازه نه ده ورکړل شوی.

له بلې خوا په کندز کی د جرمن ځواکونو یوه بریدمن په راپور کې ویلې چی څه موده وړاندې یي په سېمه کی یو شمېر وسله وال طالبان ونیول او پولیسو ته یي حواله کړل خو دا کسان وروسته د دوي تر سترګو لاندې خوشې شول.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د بې سرحده ډاکټرانو د اتحادیي دوه تنه بهرني کارکوونکي ووژل شول او دې سازمان په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړاو له دی هېواد څخه ووتل.

د بې سرحده ډاکټرانو اتحادیي له وتلو مخکې د افغانستان حکومت تورن کړ چې د دوي د کارکوونکو د قاتلانو په اړه یي څیړنه نه ده کړې.

په همدې ډول د المان غږ یا دویچ ویلي راډیودوه تنه خبریالان د ۲۰۰۶ کال په اوړي کې په افغانستان کې ووژل شول او د قتل په اړه یي تر اوسه څوک نه دي نیول شوي. د المان غږ راډیومشر ایرک بیترمان وایي، د قتل عاملین باید چې ونیول شي او خلکو ته باید وپیژندل شي. دا د وژل شوېو کسانو او د هغوي د کورنیو حق او غوښتنه ده.
XS
SM
MD
LG