د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۰

افغان دیني عالمان:سوله د اسلام حکم دی او هرمومن باید په دې لاره کې جدي شي


په دغه درې ورځني سیمنار کې د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو دیني عالمانو او روحانیونو ګډون کړی
په دغه درې ورځني سیمنار کې د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو دیني عالمانو او روحانیونو ګډون کړی

د هېواد د دیني عالمانو درې ورځنی سیمینار په کابل کې جوړ شوی، په دې کې د هېواد د څلوردیرشو ولایتونو څه باندې درې سوه دیني عالمانو او روحانیونو ګډون کړی او هدف یي دادی چې په هېواد کې روانې جګړې ته د اسلام له نظره معقوله لاره ومومي. دا غونډه د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت له خوا جوړه شوی ده.

په هېواد کې د روانو جګړو او کړکیچ د پای ته رسولو په مقصد افغان دولت د دوي هڅې تیزې کړي دي.

په دې لړ کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د هېواد د دیني عالمانو او روحانیونو په ګډون په کابل کې یو درې ورځنی سیمینار جوړ کړی دی.
د حج او اوقافو د وزارت چارواکو وویل، غواړي چې د دیني عالمانو په مرسته، له مخالفینو سره خبرو او مذاکراتو ته د اسلام د ارشاداتو له نظره لاره اواره کړي.

د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د ریاست سرپرست مولوي عبدالملک حمېدی د سیمنار د اهدافو په هکله ازادۍ راډیو ته وویل:

"ددې سیمینار هدف دادې چې علمایي کرام په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هکله مشورې وکړي نوکله چې زموږ علما بیرته خپلو کورونو ته ورځی دوي به په جوماتو کې دا ابلاغوي چې موږ دا پریکړه کړې چې په دې هېواد کې به نوره وینه نه تویوو او هر ډول تدابیر چې د دې پروسې د بریالیتوب لپاره په کار اچول کیږي موږ به يي منو کله چې د ورونو ترمنځ ناخوالې رامنځ ته شي نو دا باید په مشوره صلح باندې سره حل شي."

په دغه درې ورځني سیمنار کې د هېواد د څلور دیرشو ولایتونو دیني عالمانو او روحانیونو ګډون کړی او د اسلام له نظره د سولې او ورورګلوی په هکله د دوي نظریات یو له بل سره شریکوي.

په سیمنار کې له دولت څخه هم وغوښتل شول، هغه مخالفین چې له جنګه ستړې شوي او سولې ته غاړه ږدي، له هغوي سره دې مرسته وکړي او لازمې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

په دی هکله د زابل ولایت د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي محمدنعیم ازادۍ راډیو ته وویل:

"سوله خو زموږ پیغمبر"ص" خیر بللې دی او موږ هیله لرو له خپل ملت او دولت نه چې لاسونه سره یو کړي او د سولې په اړه جدي اقدامات وکړي."


افغانستان په کابو دیرشو کلونو کې جنګونو له هره پلوه سخت ځپلی او ټول خلک یي له هر څه لومړی سوله غواړي.

کارپوهان وایي، د دې لپاره چې په هېواد کې سوله ټینګه شي، افغان دولت او وسله والو مخالفینو ته پکاره ده، چې دواړه لوری له نرمښت څخه کار واخلي.

افغان دولت له دې څخه مخکې هم څو ځلي وسله والو مخالفینو ته د سولې لاس اوږد کړی، خو مخالفینو ورسره موافقه نه ده کړی.
XS
SM
MD
LG