د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د ولسي جرګې اته کاندیدان د وروستي لیست څخه وایستل شول


د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د اتو تنو هغو كانديدانو نومونه چې له خپلو دولتي دندو څخه يې استعفا نه وه كړې د ولسي جرګې د كانديدانو له وروستي لست څخه وايستل. د دغه كميسيون وياند احمد ضيا رفعت د شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې ټاكل شوې د يو شمېر نورو كانديدان نومونه هم چې له خپلو دولتي دندو څخه يې استعفا نه ده كړې د كانديدانو له وروستي لست څخه وايستل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د كانديدانو په اړه د څيړنو په دوام د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د يو شمېر نورو كانديدانو نومونه هم د كانديدانو له وروستي لست څخه وتوګل.

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون غړي او وياند احمد ضيا رفعت د شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل د اتو تنو هغو كانديدانو نومونه چې له دولتي دندو څخه يې استعفا نه وه كړې د كانديدانو له وروستي لست څخه ايستل شوي دي.

ښاغلي رفعت زياته كړه، په دغو كانديدانو كې چې د كابل، كاپيسا، لوګر، ننګرهار، زابل او دايكندي ولايتونو څخه دې څلور كسه يې
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون غړي او وياند احمد ضيا رفعت
ميرمنې دي:

"د افغانستان شكايتونو د اورېدلو كميسيون اته كسه كانديدان چې په خپل وخت يې له خپلو دولتي دندو استعفا نه وه كړې د كانديدې وړ نه ګڼي او د انتخاباتو له خپلواك كميسيون څخه غواړي چې د دغو كانديدانو نومونه د عامه پوهاوي لپاره اعلان كړي."

تر دې د مخه هم اوو تنه كانديدان چې له خپلو دولتي دندو څخه يې استعفا نه وه كړې نومونه يې د كانديدانو له وروستي لست څخه ايستل شوي وو.

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د وياند په وينا د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د بهير له پيل څخه تر اوسه په ټوليز ډول له پنځوسو څخه د زياتو كانديدانو نومونه د بېلابېلو شكايتونو له امله د كانديدانو له وروستي لست څخه غورځول شوي دي.

ويل شوې چې څيړنې روانې دي او ښايي چې د يو شمېر نورو كانديدانو نومونه هم د كانديدانو له وروستي لست څخه وتوګل شي.

ښاغلي رفعت خبريالانو ته وويل، چې په انتخاباتو كې له دولتي امكاناتو څخه د استفادي په برخه كې هم يو شمېر شكايتونه موجود دي:

"د پوهنې وزارت او يو شمېر نورو ارګانونو په اړه موږ ته يو شمېر شكايتونه رسيدلي چې يو شمېر دولتي چارواكي په كابل او ځينو ولايتونو كې د يو شمېر كانديدانو په ګټه له دولتي امكاناتو او د خپل حقوق شخصيت څه په استفادې كمپاين كوي، دا ټول موارد انتخاباتي سرغړونې دي، موږ دغو چارواكو سره خبرې كړي او بيا ورڅخه موغوښتې چې د كانديدانو ملاتړ دې نه كوي."

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كميسيون وايي، چې دوى ته له پنځو سوو څخه زيات شكايتونو ور رسېدلي دي چې په اړه يې څيړنې روانې دي.

د ولسي جرګې د كانديدانو له وروستي لست څخه د هغو ميرمنو كانديدانو نومونه چې تېره اونۍ ايستل شوي ول د دوى له سخت غبرګون سره مخ شول، چې دغو كانديدانو د يوې غونډې په ترڅ كې په دې اړه د بيا غور غوښتنه وكړه.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د انتخاباتو قانون به په ټولو كانديدانو يو شان پلي كيږي.
XS
SM
MD
LG