د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

د يو شمېرميرمنو نومونه د كانديدانو له لست څخه غورځول شوي


دغه شمېر ښځې چې په تېرو دوو مياشتو كې يې كمپاينونه وكړل، پلويان يې وموندل او اوس چې د كانديدانو له لست نه غورځول كيږي دا عادلانه نه بولي
دغه شمېر ښځې چې په تېرو دوو مياشتو كې يې كمپاينونه وكړل، پلويان يې وموندل او اوس چې د كانديدانو له لست نه غورځول كيږي دا عادلانه نه بولي

يوشمېر ښځې چې نومونه يې ولسي جرګې ته د كانديدانو له لست نه غورځول شوي دي، غواړي چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون خپله پريكړه بيرته واخلي. دوي وايي په تېرو دوو مياشتو كې يې كمپاينونه وكړل، پلويان يې وموندل او اوس چې د كانديدانو له لست نه غورځول كيږي دا عادلانه نه ده.

د افغانستان ولسي جرګې ته د كانديدانو له لست څخه د نومونود لېرې كولو په لړكې، پنځه تنه ښځې هم له لست نه غورځول شوي دي.

دوي د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، چې د انتخاباتو خپلواك كمېسېون د دوى ستونزو او قانوني اجراتو ته ونه كتل او نومونه يي د كانديدانو له لست نه وغورځول.

ولسي جرګې ته عفيفې شمس چې ولسي جرګې ته كانديده او نوم يې له لست غورځول شوى د موضوع په هكله ازادۍ راډيوته وويل:

"ما استعفا ورکړی ده، خو په دولتي ادارو کې ځنډېدلې کمیسیون دا بهانه نیولې ده او موږ یي له لست ځخه غورځولي یو.

موږ له ولسمشر نه هیله کوو چې یو فرمان صادر او موږ ته بیا موقع را کړي."

دوى دا هم وايي، چې له كلونو كلونو ستونزو وروسته ورته دا موقع په لاس ورغلې چې خلكو ته د خدمت ملا وتړي، خو د انتخاباتو كميسيون د دوى ستونزو ته ونه كتل او نومونه يې له لست نه وغورځول، دوى له ولسمشر څخه هيله ښيي چې دوى ته موقع وركړي.

خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې شمېره كې څلورتنه ښځې او دوه نارينه دي، چې د انتخاباتو د كميسيون د اصولو سره سم يي له دولتي پستونو څخه استعفا نه وې وركړې او دا پريكړه د شكايتونو كميسيون د دوى د څيړنو په نتيجه كې كړې ده، په دې هكله د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي:

"دې کاندیدانو له دولتي پستونو څخه استعفا نه وه ورکړې حال دا چې ډیره موده مخکې کمیسیون خپله کړن لاره اعلان کړې وه او کاندیدانو کولاى شول چې تر ټاکلي نېټې پورې یي مراعات کړي."

د انتخاباتو خپلواك كميسيون دا هم وايي، د دې كانديدانو نومونه د كانديدانو په لست كې شته خو څوك چې رايې وركوي، د انتخاباتو د قانون سره سم يې رايي باطلې شمېرل كيږي.

تر اوسه د كانديدانو له لست څخه د څه باندې څلويښتو تنو نومونه د كانديدانو له لست نه غورځول شوي دي او دا هغه كسان و، چې په هكله يې د شكايتونو كميسيون ته په سلګونو شكايتونه رسېدلي و.
XS
SM
MD
LG