د کمزوري افغان حکومت مسالې ته اسوشیتد پریس اژانس په یوه رپوټ کې کتنه کړې ده او د کندهار ښار په لمن کې یې د یوې ولسوالۍ حال اخیستی دی.
د کندهارپه ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو ولسوال ته لیک استولی دی او ګواښ یې کړی دی چې دی او نور حکومتي مامورین دې ماموریت پریږدي.
دا تهدید په داسې حال کې شوی دی چې د کندهار د ښارپه لمنو کې د دغې ستراتیژیکې ولسوالۍ له شاوخوا شل کارکوونکو څخه پنځلس څوکۍ خوشې دي او کوم کسان چې کارکوي هغوي هم ویره لري.
روان اوړی دغې ولسوالۍ ته قاضي وټاکل شو سره له دې چې قاضي شاوخوا اته سوه ډالر معاش لري خو لاهم خپلې وظیفې ته نه دی حاضر شوی.
د اسوشیتد پریس اژانس په وینا د ارغنداب په څېر ولسوالۍ کې د افغان حکومت د کار ستونزې د امریکا پرهغې ستراتیژۍ سیوری غوړوي چې په افغانستان کې یې د ملکي څانګو د ښه والې لپاره کوي.
په ارغنداب کې له دو کلونو راهیسې د کاناډایي ځواکونو پرځای امریکایي پوځيان ځای پر ځای شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت کارکوونکی کریس هارچ چې د ارغنداب په حکومتي چارو کې مرسته کوي وایي، دا ګرانه ده چې د ارغنداب د ولسوالۍ بې کاره څوکیو ته مامورین پیدا شي، ځکه چې یو خو خلک ویره لري او دوهمه خبره دا ده چې معاشونه لږ دي.
هارچ زیاته کړه چې په ارغنداب کې مامورین له دفتره بهر نه ځي، دوی وایي چې ما له دې ماموریت سره څه پاتې دي زه خپله بزګر سړی یم که ووځم بزګري ته به مې څوک کش کړي.
د ارغنداب په څیر د افغانستان په نورو جنوبي سیمو کې حکومتي چارواکي طالبان وژني. اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې دا کار د ویتنام د جګړې په څیر دی چې په نولس سوه اووه پنځوسم میلادي کال کې د حکومت تر څلور سوه ډیر مامورین د ویتنام په جنوب کې ووژل شول.
حکومتي مامورین تر ډيره په کندهار ولایت کې وژل کیږي. د پسرلي په پيل کې د کندهار د ښاروال مرستیال چې کله جومات روان و ووژل شو. د مې په میاشت کې د ولایتي استخباراتو یو غړی له مرګونې بریده وژغورل شو.
په جون کې د ارغنداب پخوانی ولسوال یوې چاودنې وواژه او په ارغنداب کې په هغه واده کې چاودنه وشوه چې د پولیسو د یوه افسر د ورور و.
په ارغنداب کې د پولیسو یوه چارواکي چې د امنیتي دلایلو له امله اسوشیتد اژانس ته د نوم له اخیستو ډډه کړې ده وویل، موږ تورن کسان نیولای شو، خو محکمه کولای یې نه شو، ځکه چې قاضي نه لرو.
د پولیسو دغه افسر بیا وویل، له موږ سره ژمنه شوې وه چې د ترورېزم ضد چارو یو متخصص او د استخباراتو یو مسوول به دلته را استوي خو تر اوسه درک نه لري.
ده وویل چې کورنۍ پرما فشار راوستی چې کار پریږدم، کله چې کار ته راځم میرمن مې ژاړي او هر سهار چې کار ته راځم ماشومانو ته مې وایم، که مړ شوم ګورئ چې ونه ویریږئ.
د پولیسو دغه افسر بیا وویل، په وروستیو کې له کابله کندهار ته تلم چې طالبانو ودرولم، دوی زما ټیليفون واخیست څو شمېرو ته یې ترې زنګ وواهه هغوي ما وار له مخه پوه کړي وو چې زه د معاملاتو رهنما لرم نو دوی همداسې ورته وویل او طالبانو زه خوشې کړم.
امریکایي مسوولان وایي، تر یو میلیون ډیر ډالرپه ارغنداب کې پر حکومتي پروژو امریکا لګولي دي خو حکومتي سیستم نه شته چې پیسې پر ځای مصرف شي، کنه شل میلیونه نور ډالر هم امریکا د کرهنې لپاره ځانګړې کړې دي.