د امنيت شورا له تور ليست څخه دغه پنځه نومونه د القاعده او طالبانو د نومونو د بيا کتنې له مخې ايستل کېږي. موظف شوې کمېټې په يوه بيان کې ويلي، د دغو پنځو کسانو له جملې د دوو نومونه ځکه ايستل شوي، چې مړه دي.
د دغو پنځو کسانو نومونه په دې ډول دي: عبدالحکيم مجاهد، چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير و، ملا عبدالسلام ضعيف چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير و او عبدالستار پاکتين، دغه راز د طالبانو دوه وژل شوي غړي، لکه: عبدالصمد خاکسار او محمد اسلام محمدي.
عبدالصمد خاکسار د طالبانو په وخت کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال او محمدي د باميان والي و.
افغانستان له دغه تور ليست څخه د طالبانو د ځينو غړو د نومونو د ايستلو غوښتنه تېره مياشت د سولې په ملي مشورتي جرګه کې وکړه،چې په کې له منځلارو طالب مشرانو سره د خبرو اترو او له هغو وسلوالو سره د روغې جوړې غوښتنه وشوه، چې له جګړې لاس اخلي.
ډيپلوماتان وايي ولسمشر حامد کرزي تقريبا د شلو طالبانو د نومونو د ليرې غوښتنه کړې وه، ځکه دوى له دولت سره ملګري شوي يا هم مړه دي.
خو په دې منځ کې روسيه، چې د امنيت شورا له غړو څخه ده، د نومونو د ليرې کېدو په برخه کې محتاطه ښکاري. ډيپلوماتان وايي روسيه د سخت دريځو وسلوالو او په سيمه کې د نشه يي موادو د کار و باريانو په برخه کې اندېښنه لري.
د بنديزونو کمېټه وايي د دغو کسانو نومونه چې ليرې شوي، د دوى شتمني به نه کنګل کېږي او پر سفرونو به يې بنديز نه وي.
خو ډيپلوماتان وايي روسيه ان نه غواړي د طالبانو د وژل شوېو غړو نومونه له تور ليست څخه وايستل شي، ځکه وېره لري که د دوى له شتمنيو بنديز ليرې کېږي، کېدى شي دغه کار د نورو طالب جنګياليو په ګټه تمام شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي بيا وويل چې واشنګټن د دې اعلان هرکلۍ کوي:
”دا هغه کسان دي، چې له القاعده ډلې سره يې اړيکې پرې کړي، د افغانستان اساسي قانون يې منلى او له جګړې لاس په سر شوي دي“
نوموړي زياته کړه:
”موږ د افغان دولت په مشرۍ د دې پروسې ملاتړ کوو، چې په سياسي ډګر کې مهمو هڅو ته لار اواروي“
په ملګرو ملتونو کې د بنديزونو کمېټه په تور ليست کې د القاعده او طالبانو تر پنځه سوه د زياتو شاملو غړو پر نومونو غور کوي. د هر يوه په اړه جلا- جلا تحقيق کوي او غواړي قوي اسناد ولري چې کوم يوه له جګړې لاس اخيستى او د حکومت تر څنګ درېدلى.
يوه ډيپلومات رويټرز اژانس ته وويل:
”کېداى شي زيات نومونه به وي چې په راروانو اوونيو او مياشتو کې به له تور ليست څخه وايستل شي“
د ولسمشر حامد کرزي ادارې پنځه کاله مخکې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه وغوښتل چې د ١٢٦٧پرېکړه له مخې چې په ١٩٩٩م کال کې تصويب شوى، په دې ليست کې د شاملو شا و خوا ١٤٠ کسانو له جملې د شلو کسانو نومونه وباسي، چې د دغو شلو کسانو له جملې د پنځو نومونه په جنورۍ او پنځو نورو په دې اوونۍ کې له دې ليسته وايستل شول.
ډيپلوماتان وايي افغان دولت غواړي د پاتې لسو نورو کسانو نومونه هم له ليسته پاک شي.