سپينې ماڼۍ غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د فعاليت په اړه د پټو اسنادو خپرېدل بايد ودرول شي.
امريکايي چارواکي وايي دغه کار په جګړه کې د ښکېلو امريکايي سرتېرو او افغان اطلاع ورکوونکو ژوند له خطر سره مخامخوي.
دوى ويلي هغه څوک به مجازات شي، چې د ويکيليکس انټرنېټي پاڼې ته يې دغه پټ معلومات ورکړي.
سپينې ماڼۍ د جمعې ورځ له ويکيليس انټرنېټي پاڼې وغوښتل چې په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو په اړه د پټو اسنادو خپرول ودروي، له دې سره جوخت يې له يوه امريکايي عسکر څخه، چې دې انټرنېټي پاڼې سره يې پوځي رازونه شريک کړي، تحقيقات جدي کړي دي.
د اوباما د ادارې چارواکو ويلي، د ٧٦٩١١ پټو پوځي اسنادو د خپرېدو په اړه څيړنې به يوازې پر پوځي کارکوونکو منحصر نه وي.
د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس وويل، پر انټرنټ د جنګ د اسرارو خپرېدل د امريکا ملي امنيت ته زيان اړوي، د هغو افغان اطلاع ورکوونکو او امريکايي سرتېرو ژوند هم له خطر سره مخامخوي، چې په افغانستان کې ماموريت لري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا د دغو اسنادو د خپرېدو مخنيوى څنګه کولاى شي؟ ګېبس وويل:
(موږ بل کار نه شو کولاى، يوازې به له هغو کسانو چې دغه اسناد يې خپاره کړي، وغواړو چې دغه اسناد بيا خپاره نه کړي.)
نوموړي زياته کړه، مهمه دا ده چې د امريکا ملي امنيت ته تر دې زيات زيان وانه وړي.
د ويکيليکس انټرنېټي پاڼې موسس جولين اسانژ د اسټراليا له ټلويزيون سره په مرکه کې وويل، چې د دغو پټو اسنادو تر خپراوي مخکې يې، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له طريقه د امريکايي حکومت له چارواکو سره تماس نيولى او هغو ته يې وړانديز کړى و، چې دغه اسناد تر خپرېدو مخکې مطالعه کړي او ځانونه ډاډمن کړي چې د کوم بې ګناه انسان ژوند ته خطر نه پېښوي. د نوموړي په وينا د امريکا حکومت کوم ځواب ورنه کړ.
د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند او د سمندري ځواکونو ډګروال ډېوېډ لپان د جمعې په ورځ وويل، چې د ويکيليس دغه ادعا چې ګواکې له سپينې ماڼۍ يا کوم بل حکومتي چارواکي سره يې د دغو اسناد د مطالعې په برخه کې تماس نيولى، کاملاً غلطه ده.
خو د پاڼې موسس اسانژ دغه ادعا چې ګواکې د دغو پټو اسنادو خپرېدل د بې ګناه انسانانو ژوند له خطر سره مخامخوي، رد کړې، ويلي يې دي، په دې برخه کې لا کوم سند نه شته.
د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس او د ګډو ځواکونو لوى درستيز امير البحر مايک مولين د دغو اسنادو خپرېدل د افغان اطلاع ورکوونکو او نورو کارکوونکو لپاره چې له امريکايانو سره مرسته کوي، زيان رسوونکي او تهديد کوونکي ګڼلي. د امريکا لوى درستيز د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وويل:
”ښاغلى اسانژ کولاى شي، په دې اړه چې ګواکې ده او نورو سرچينو يې څه خدمتونه کړي، هرڅه ووايي. خو واقعيت دا دى چې کېدى شي همدا اوس يې د ځوانو عسکرو يا يوې افغانې کورنۍ په وينو لاسونه سره وي“
د امريکا د دفاع وزير د پنجشنبې په ورځ وويل، که ضرورت وي په هرځاى کې به پوځي تحقيقات وشي، نوموړي په دې برخه کې د امريکا د تحقيقاتو له فډرالي ادارې يا FBI څخه هم مرسته غوښتې ده. نوموړي دا مسئله چې ايا خپله له ښاغلي اسانژ څخه به هم تحقيقات وشي، ممکنه وګڼله.