د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

انتخابات به پرته له كوم خنډ نه په شفاف ډول ترسره شي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنوي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره تيارى لري او دغه انتخابات به پرته له كوم خنډ څخه په شفاف ډول ترسره شي. د افغانستان د انتخاباتو كميسيون دغه شان د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د دغې ملي بهير له ګډوډولو څخه لاس واخلي.

په داسې حال كې چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره له دوو مياشتو څخه كم وخت پاتې دى او د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه هم ښه ګرم روان دي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د ولسي جرګې انتخابات به له كوم خنډ پرته او په راڼه ډول ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنوي چې له دغې دندې څخه يې سل ورځې پوره شوې دي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د كنفرانسونو د تالار د پرانيستې په غونډه كې وويل چې دغه كميسيون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پوره تيارى لري:

"موږ د انتخاباتو د جوړولو ځواك لرو، دا قطعيي خبره ده، كافي بوديجه هم په واك كې لرو، ټينګه اردو او د ستونزو په وړاندې د مبارزې توان هم لرو، ژمنه او صداقت مو پرخپل ځاى دى، له دښمن نه نه ويريږو، د وطن او خلكو لپاره له خطره هم نه ويريږواوهيڅ يو ګواښ موږ له خپلې ارادې نه نشي په شا كولاى."

ښاغلي معنوي له افغان دولت څخه وغوښتل، چې د انتخاباتو موضوع ته جدي پام واړوي او د خپلو كارونو د اجنډا په سركې ځاى وركړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رييس دغه شان له خلكو، مدني او سياسي ټولنو، ټولو همكارو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او پاكستان څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو كې همكاري او د دغه انتخاباتو نه ملاتړ وكړي.

ښاغلي معنوي د افغان دولت له مخالفينوهم وغوښتل چې د انتخاباتو بهيرله ستونزو سره مخ نه كړي:

"موږ د افغانستان د اسلامي دولت مخالفانو ته هم پيغام لرو، چې د انتخاباتو سره دښمني ونه كړي، د انتخاباتوبهيريو ملي بهيردى.

په افغانانو پورې اړه لري يواځې په افغان دولت پورې تړلى بهيرنه دى، د دغه بهير بريا هم د مخالفينو په ګټه ده او هم د موافقينو په ګټه."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رييس وويل، چې هيڅ كانديد ته به اجازه ورنه كړي چې د زور، واك او پيسو په واسطه د انتخاباتو بهيرله ستونزې سره مخ كړي.

ښاغلي معنوي وويل، چې د كانديدانو څخه يې د دولتي واك د نه استفادې په برخه كې تعهد ليكونه هم اخيستي او اړوندو ادارو ته يې سپارلي دي.

ټاكل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې لپاره انتخابات د روان كال د وږي يا سنبلې د مياشتې په ۲۷ مه نېټه ترسره شي چې د دغو انتخاباتو لپاره كابو ۲۵۰۰ كانديدان د افغانستان په مركزاز ولايتونو كې سيالۍ ته درېدلي دي.
XS
SM
MD
LG