د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

د كابل په شكردره كې د يوبل سړك د جوړېدو كار پيل شو


د كابل ولايت د شكردرې په ولسوالۍ كې د سې شنبې په ورځ، د دوه كيلومترو په اوږد والي د يوبل سړك د جوړېدو كار هم پيل شو.

وړم كال دې ولسوالۍ ته د كابل پروان له عمومي سړك څخه څه باندې پنځه كيلومتره سړك هم تېر شوى و، نوى سړك چې د دې ولسوالۍ له مركز څخه تر (غازې) پورې كابو شل غرني كلي سره نښلوي، د مخدرو موادو د وزارت په مالي مرسته جوړيږي.

د مخدرو موادو د وزارت مرستيال محمد ابراهيم اظهر د شكردرې په ولسوالۍ كې د سړك د كار د پيل كېدو پر مهال د سيمې له خلكو څخه په جوړې شوې غونډه كې وويل، چې د شكردرې ولسوالۍ ته دا پروژه د دې له امله وركول كيږي چې د كوكنار كر په كې له مينځه تللى دي.

ده وويل، د دولت د پرېكړې له مخې هر ولايت چې د كوكنارو كښت په كې صفر شي، د يو ميليون ډالرو په ارزښت پروژې وركوي او كابل ولايت هم (پرته د سروبي له ولسوالۍ څخه) په بشپړه توګه د كوكنار له كر څخه پاك شوى دى.

ده وويل، دا سړك به كليوالو ته، دا اسانتياوې برابرې كړي، چې د ځمكو او باغونو حاصلات په اسانۍ سره د كابل ښار ته ورسوي او د دې ترڅنګ به له يوې سيمې نه تر بلې پورې د خلكو تګ راتګ اسانه كړي.
XS
SM
MD
LG