د افغانستان د ولسمشر لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم وايي، چې په تېرو كلونو كې د روغتيايي خدمتونو په برخه كې له شوېو پرمختګونو سره سره دغه خدمتونه تر اوسه پورې ترهغې حده نه دي چې د خلكو اړتياو ته ځواب ووايي.
هغه په كابل كې د روغتيا په برخه كې د يوه وركشاپ د پرانيستلو په وخت كې وويل، چې په افغانستان كې د روغتيا په برخه كې د پرمختللو وسايلو اولازمو معيارونو د نشتوالي له امله اوس هم ډير خلك ګاونډېواو يا هم نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي:
"موږ وينو چې هره مياشت شاوخوا پنځه مليونه ډالره له افغانستان څخه هند ته ځي، خلك هلته د درملنې او سولې لپاره ځي، يوازې د تور زيړۍ د تشخيص لپاره يو كس په شپږو مياشتو كې څو ځلې هندوستان ته ځي، په افغانستان كې تر اوسه پورې دا شيان نه دي برابر، معياري روغتونونه نشته، خو موږ نهيلي نه يو، هيله من يو چې يوه ورځ موږ هم پرمختګ كوو."
ښاغلي فهيم د روغتيايي چارو له ولايتي چارواكو نه چې په دې وركشاپ كې يې ګډون كړى و، وغوښتل چې د روغتيا په برخه كې د موجودو ستونزو د هواري او د روغتيايي خدمتونو د كيفيت د لوړولو لپاره لا ډيرې هلې ځلې وكړي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د دې درې ورځني وركشاپ د جوړېدو هدف د هغو ستونزو څيړل او هغو ته د حل لارې پيدا كول دي چې د روغتيايي چارو ولايتي كاركوونكي ورسره مخ دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرستې ثريا دليل وويل، چې په وركشاپ كې په دغو ستونزو بحث به له دوى سره د پلانونو جوړولو كې مرسته وكړي.
بل خوا د افغانستان د ځينو ولايتونو د عامې روغتيا چارواكي هم كه په تېرو څو كلونو كې د شوېو پرمختګونو خبره كوي خو وايي، چې د يو شمېر لرو پرتو سيمو خلك تراوسه پورې له اساسي روغتيايي خدمتونو بې برخې دي.
د باميان ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاكتر احسان الله شهير وايي په دې ولايت كې تر اوسه پورې د ځينو سيمو خلك اساسي روغتيايي خدمتونو ته په ساعتونو ساعتونو پلى مزل كوي:
"موږ د لاس رسي له مخې باميان په درېو زونونو ويشتلى دى، ځينې خلك په يوه ساعت كې روغتيايي مراكزو ته رسيدلى دى، لرې پرتې سيمې دي، چې اوسيدونكي يې له څلورو ساعتونو پلي مزل وروسته رسېداى شي او داسې سيمې هم لرو چې اوسيدونكي يې روغتيايي مركزونو ته له شپږو ساعتونو ډير پلى مزل كوي.
په ځانګړې توګه په ژمي كې ستونزې ډيرې وي، په دې موسم كې د باميانو نږدې څلور سوه ديرش كلي په بشپړه توګه له روغتيايي خدمتونو نه بې برخې وي، چې د باميانو شل فيصده نفوس جوړوي."
د افغانستان په مركزاو ولايتونو كې اوس مهال ګڼ شمېردولتي او خصوصي روغتونونه او روغتيايي مركزونه فعال دي.
كه څه هم په دولتي او خصوصي روغتونونو كې د خدمتونو د ټيټ كيفيت په اړه شكايتونه موجود دي، خو د عامې روغتيا وزارت وايي چې د روغتيايي كاركوونكو د روزنې، د روغتيايي خدمتونو د كيفيت لوړولو او پر هغو د كنټرول او څارنې لپاره يې هلې ځلې دوام لري.