د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

رفعت: كانديدان دې له اصولو څخه سرغړونه نه كوي


د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون غړى او وياند احمد ضيا رفعت
د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون غړى او وياند احمد ضيا رفعت

د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كمېسيون وايي، چې د كانديدانو په اړه شكايتونه څېړي او دې كار ته دوام وركوي، د همدې كمېسيون يو غړي د يكشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لسګونو داسې كسانو دوسيې څېړي چې تر اوسه يې له خپلو دندو څخه استعفا نه ده وركړې خو كانديدان دي.

په افغانستان كې د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته د منډو ترړو له تيزېدو سره د انتخاباتي شكايتونو كميسيون كانديانو ته خبردارۍ وركړى چې د انتخاباتي كمپاينونو له اصولو څخه د سرغړونو مخينوى دې وكړي.

دغه كمېسيون وايي، چې د لسګونو هغو كانديدانو دوسيې څېړي، چې له د انتخاباتي كمپاينونو له اصولو سرغړونه كوي.

د انتخاباتي شكايتونو د كمېسيون غړى او وياند احمد ضيا رفعت، د يكشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د هغو كانديانو دوسيې هم څيړي چې تراوسه پورې يې له خپلو دولتي دندو استعفاوې نه دي كړي:

”په راتلوونكو څو ورځو كې شايد د تېر په پرتله ډېر شمېر هغه نومونه له وروستي ليست څخه په دې دليل و ايستل شي، چې پر وخت يې له خپلو دندو استعفا نه ده وركړې.

د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ورځې موږ د خلكو شكايتونه اخلو او هر هغه څوك چې د انتخاباتي شكايتونو كمېسيون يې وپېژني، د قانون پر اساس له وروستي ليست څخه ايستل كېږي او له وروستي ليست څخه يې د نوم ايستل اعلانوو.“

د اساسي قانون او وضع شوېو اصولو له مخې د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د ښوونكو، ولسي جرګې د غړو او ځينو نورو مشرانو په استثنا له نورو ټولو كانديدانو غوښتي چې له خپلو دولتي دندو استعفا وركړي.

د انتخاباتي شكايتونو كمېسيون وايي، چې د كمپاين له پيل تر اوسه ورته ۱۵۲ شكايتونه رسېدلي، چې ډېر يې له انتخاباتي اصولو څخه د كانديدانو سرغړونه ده.

تر دې پخوا هم د لسګونو كانديدانو نومونه د انتخاباتو له وروستي ليست څخه ايستل شوي.

ټاكل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمريز كال د وږي پر ۲۷مه وشي او د افغانستان د ملي امنيت شورا، له ټولو امنيتي ارګانونو غوښتي چې د دغو انتخاباتو لپاره پراخ او جدي امنيتي پلان جوړ كړي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG