د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

يكشنبې د جولاى ۲۵ مه


نړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېل نظرونه او مطالب خپاره كړي جې رضوان مراد په لاندې يوه مطلب كې راچاڼ كړي.

پرانستې ډیموکراسۍ خپرونه:

پرانستې ډیموکراسۍ خپرونې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی، چې عنوان يې دی د درېو جګړه یوه قصه.

خپرونه لیکي، په متحده ایالاتو کې د افغانستان د جګړې په اړه اوسنۍ ارزونه د یوه ستر بدلون په حالت کې ده، د خپرونې په وینا د دغه بدلون ماهیت په ۲۰۰۸ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د مبارزې له چاپیریال سره په تضاد کې ده.

په هغه وخت کې د دو کاندیدانو جمهوري غوښتونکي جان مکین او دیموکراټ باراک اوباما ترمنځ دعراق اوافغانستان د جګړو په وړاندې د چلند په اړه روښانه توپیر موجود وه.

د جان مکین نظریه دا وه، چې په عراق کې په ۲۰۰۷ کال کې د امریکايي ځواکونو په زیاتېدو سره تر یوه حده کامیابي ترلاسه شوه او په همدغه شان سترایتژۍ سره د طالبانو پر وړاندې جګړه هم ګټل کېداى شي.

خپرونه وړاندې وايي: هغه مهال همدا نظر وه چې که مکین واک ته رسیږي نو د عراق او د افغانستان د جګړو کامیابي به چې پخواني ولسمشر جورج بوش پیل کړې وې، بشپړې شي، خو د دواړو جګړو په اړه بیا د ډیموکراټ ګوند د هغه مهال د کاندید بارک اوباما نظر متفاوت وه، نوموړي د عراق جګړه خرابه، بې مفهومه او بې ارزښته ګڼله او د افغانستان جنګ يې د توجیه وړ بلله.

پرانستې ډیموکراسي خپرونه زیاتوي، د افغانستان د جګړې په باب د امریکا او متحدانو تګ لاره په اصل کې په عراق کې د پېښو شوو پرمختګونو انعکاس ده او هغه داسې چې په عراق کې امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۹ کال د جون په دیرشمه نېټه عراقي قواو ته د امنیت ساتنې د چارو سپارل پیل کړه.

خو په افغانستان کې د روانې جګړې څرنګوالی زیاتره په ۱۹۸۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو جنګ ته ورته دی، دا هغه کال وه چې په مسکو د میخایل ګورباچوف حکومت له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو پلان جوړ وه.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپانې بیا تردې عنوان لاندې چې هند ایران او د سیمې هېوادونه د پاکستان او افغانستان تر منځ نږدې والي ته اندیښمن دي یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي:

د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې نږدې والۍ چې یو وخت د دواړو روابط ساړه وه، د سیمې د هېوادونو د اندېښنې سبب شوي او ان تر دې چې ځینې هېوادونه د ولسمشر کرزي له سیالانو سره د اړیکو په ټینګولو هم غور کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي: یو شمېر هېوادونه په دې باور دي چې له طالبانو سره د حامد کرزي د سولې پلان د افغانستان د اقلیتونو نفوذ کموي او د دې سبب کیږي، چې د هغوي د امنیت او ګټو لپاره له دغو وړو قومونو سره یو ډول معامله وشي.

ورځپاڼه د یوه لوړ رتبه هندي چارواکي په حواله وايي، له طالبانو سره د کرزي د سولې د پلان په اړه زموږ اندېښنه په اصل کې د پاکستان له استخباراتو سره د طالبانو د تاریخي اړیکو څخه سرچینه نیسي، هغه ویلي په دې پروسه کې دوه سیاسي ډلې چې یو شان سیاسي حقوق نه لري، په خپلو کې خبرې کوي، د ورځپانې په وینا حامد کرزۍ منتحب ولسمشر دی نه طالبان، نو ځکه باید هغوي د خبرو اترو په میز ځای ونه لري.
XS
SM
MD
LG