د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۳

امريكا:د لګول شويومحدويتونو له امله ملكي تلفات كم شوي


د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي څیړنې ملي دفتر یو راپور خپور کړی او وایي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او بمبارېو باندې لګول شوېو محدودیتونو په دې هېواد کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله کمه کړی ده.

د امریکا د اقتصادي څېړنې ملي دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ اییتلافي ځواکونو باندې د لګول شوېو محدودیتونو له برکته، په دې هېواد کې د ملکي خلکو تلفات کم کړي او دغه راز د وسله والو بريدونه ورسره کمې شوی دي.

تېر کال جنرال سټینلي مک کریستال په ناټو او امریکایي ځواکونو باندې محدویتونه لګولي وواو ټولو ځواکونو ته یي هدایت ورکړی و چې د وسله والو په ضد د عملیاتو په مهال دې له هوایي بمباریو او د نوور درندو وسلو له استعمال څخه ډډه وکړي.

دا راپور په افغانستان کې د ۱۵ میاشتو په مودې کې د نښتو او پېښو په اساس په ۷۰ مخونو کې برابر شوی.

راپور وایي، په همدې مودې کې له څلورو زرو څخه زیات ملکي خلک وژل شويٍ او طبیعي خبره ده چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په صورت کې د انتقام مسله رامنځ ته کیږي او د وسله والو شمېر او حملې هم ورسره زیاتیږي.

د امریکا د اقتصادي څیړنې د ملی دفتر په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې چې کله ایساف ملکیان ووژنې نو د وسله والو لیکو ته د خلکو ورتګ هم زیاتیږي او په هماغه اندازه د وسله والو حملې ور سره هم زیاتیږي.

په افغانستان کې دېره امریکایي سرتيري په عملیاتو کې د محدویتونو له امله په وار وار شکایتونه کړي دي.

جنرال پیتریاس د سنا یوې استعماعیه غونډې ته په خبرو کې ویلي و، د محدودیتونو په مسلې به جدي غور وکړي.

جنرال پیتریاس په عراق کې د شخړو د کمولو په کار کې ښه نوم ګټلی او هیله من دی چې د هغه هېواد د وسله والو ضد پالیسیو ځینې یي په افغانستان کې هم عملي کړي.

په راپورکې ویل شوي، په افغانستان او عراق کې په دې خبرې چې د ملکي تلفاتو له امله د وسله والو فعالیتونه زیاتیږي، اختلافات موجود دي.

په عراق کې ثابته شوې، چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې له امله وسله وال نه دي غښتلي شوي، خو په افغانستان کې مسله بل ډول ده.
XS
SM
MD
LG