د پاکستان صدراعظم پرون وویل د واشنګټن له خبرداري سره سره به له ایران سره د ګازو د پایپلاین د پروژې د بشپړولو کار مخ ته یوسي ، حتی امریکا پرتهران نور بندیزونه هم ولګوي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په دې اړه څرګندونې دوه ورځې وروسته ترهغې وکړې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک له پاکستان څخه وغوښتل چې له ایران سره د دغې پروژې په بشپړولو کې دې له احتیاطه کارواخلي ځکه پرایراني کمپنیو د بندیزونو لګولو لایحه د کانګرس ترلاس لاندې ده اوممکن ډیرژرتصویب شي.
د پاکستان او امریکا ترمینځ په اړیکو کې د راپورته شوي لانجې یو لامل همدا د ګازو پایپ لاین دی. پاکستان وایي چې دا پروژه ورته ډیره مهمه ده او په پشپړیدو سره به یې د انرژۍ اړتیاوې رفع شي، خو امریکا ټینګار کوي چې دا پروژه به پرایران د دې هیواد داټومي پروګرام په خاطرنړیوال فشارونه کمزوري کړي.
ګیلاني وویل پاکستان به له ایران سره د ګازو د پایپلاین په شوي موافقې غور وکړي ترڅو دا معلومه کړي چی ایا هغه د ملګروملتونو له بندیزونو سره په ټکر کې ده او که نه خودا هیواد د هغو بندیزونو د شرایطو د پوره کولو تابع نه دی چې امریکا یې په یواړخیزډول پرایران لګوي.
ښاغلي ګیلانی د خبرې رسنیو هغه راپورنه رد کړل چې ویلي یې دي پاکستان به د ریچارد هولبروک خبرداری په پام کې ونیسی او دا پروژه به عملي نه کړی.
ملګروملتونو تراوسه پرایران د یورانیمو د نه بندولو پخاطر څلورځل بندیزونه لګولي دي. د وروستیو بندیزونو پریکړه لیک یې د روانې میاشتی په پیل کې تصویب کړ.
د امریکا متحده ایالاتو هم تراوسه په یواړخیز ډول پرایران یو لړ بندیزونه لګولي او د ورستیو لپاره یې کانګرس پریوې لایحې کارکوي چې ترډیره بریده د ایران د تیلو صنعت په نښه کوي.
د کانګرس دواړو جرګود بندیزونووړاندیزونه وړاندې کړي او د نهایی لایحی په تصویبولو کارکوي.
پاکستان او ایران روانه میاشت د ګازود لیږدولو د پروژې وروستی موافقه لاسلیک کړه. د دغې پروژې په عملي کیدو سره به ایران د ورځی ۲۱ نیم ملیون مترمکعب ګاز پاکستان ته لیږدوي.
د غه نوی پایپلاین به چې په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي لګښت یی اوه ملیارډ ډالره اټکل شوی دی.
که څه هم واشنګټن دامنلې چې پاکستان سخت د انرژۍ د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دی او له دې هیواد سره د انرژۍ په سکتورکې یې مرسته د پرمختایی پروژولومړیتوب ګرځولی دی خوامریکایي چارواکو د ګازو ددغه پایپلان له پروژې سره مخالفت ښودلی دی.
په پاکستان کی د بریښنا پارچاویو پرسوداګریزو چارو ډیراغیز کړی او اکثر په دوبي کې چې هوا ډیره ګرمه وي، او خلک ډیره بریښنا مصرفوي، اکثرا کاروبار په ټپه دریږي.
یودلیل چی امریکا د ګازو د پایپلاین د دغی پروژې پرسر پرپاکستان له زیات فشار څخه ډډه کوي دادی چې واشنګټن د القاعده او وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې چې له پاکستانه په افغانستان کې پرامریکایي او د ناټو پرځواکونو حملی کوي، د اسلام اباد همکارۍ ته اړتیالري.