د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۸

امریکا: د محلي شوراګانو په جوړېدو سره به وسله وال طالبان کمزوري شي


څه باندې شپږ سوه سړي چې زیاتره یې بزګر و، په نادعلی ولسوالۍ کې د دې لپاره راټول شوي وو، چې خپلې رایې په پلاستیکي صندوق کې واچوي.

دوی ټولو چې د طالبانو ګواښ او په لارو ګودرو کې یې د ماینونو خطر په ځان منلی و، تقریباً بشپړه ورځ په دې خاطر تېره کړه، چې د محلي شورا لپاره استازي وټاکي.

د محلي شوراګانو جوړول د هغه پلان یوه برخه ده، چې هدف یې د افغانستان په ترټولو ناکرارو سیمو کې د سیمه ییزو ادارو پیاوړې کول دي.

قاري مختار احمد چې د محلی شورا لپاره د استازیو د غوره کیدو په دې بهیر کې یې ګډون کړی و، وایي، له دې کاره زموږ اساسي هدف دا دی، چې د خلکو او حکومت ترمنځ د باور یوه فضا رامنځته شي.

دی وایي، په نادعلي کې له ډیرې مودې راهیسې شخړې روانې وې خو اوس د لته نسبي امن ټینګ شوي او موږ غواړو چې د سیمې خلک سره راټول شي او خپلې خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د هلمند د نادعلي ولسوالۍ لپاره چې ځمکه یې زښت زیات په ماینونو پوښل شوې ده، د نسبي امن کلمه ښایي پرځاي نه وي ځکه له لشکرګاه څخه سیمه ییز چارواکي دي ولسوالۍ ته د تګ لپاره له هلیکپټر څخه کار اخلي، په داسې حال کې، چې که دامسافه د موټر په ذریعه ووهل شي د شلو دقیقو ده.

د نیویارک ټایمز په وینا مارجه چې یو وخت د نادعلي ولسوالۍ یوه برخه وه او د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د سمندري پلي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له ولکې څخه ووته، تراوسه پورې په کې دولتي واکمنۍ سمه نه ده ټینګه شوې.

نیویارک ټایمز لیکي، په نادعلی ولسوالۍ کې د محلي شورا لپاره انتخابات، په سیمه ییزه کچه د ملت جوړولو یوه هڅه او د هغه ازمیښتي پروګرام یوه برخه ده، چې په ترڅ کې یې په هغو سیمو کې چې د حکومتي واکمنۍ څرک نه لیدل کیږي، د خلکو د نماینده حکومت کولو لپاره ترسلو پورې محلي شوراګانې په پام کې نیول شوي دي.

خو دغه محلي شوراګانی چې د بریتانیا او امریکا حکومتونه یې ملاتړ کوي د وسله والو مخالفانو په وړاندې د ستراتیژۍ اساسي عنصر هم ګڼل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا که دغه شوراګانې بریالۍ وې نو ‌ډیره تمه کیږي چې هغه به وکولای شي خلکو ته قناعت ورکړي، چې د طالبانو یوه بدیل مناسبه اداره هم شته.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم چارواکو ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې په نهو ولایتونو کې ۳۵ دغسې محلې شوراګانې تاسیس او په کارپیل کړی دی.

د بریتانیا او امریکا حکومتونو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۱ کال د جولای ترمیاشتې پورې سل دغسې شوراګانې جوړې او ورسره مالي مرستې وکړي.

اساسی هدف هم دا دی چې په ټول هیواد کې دغه شوراګانې د خلکو له خوا مستقیما غوره شي.

په کندهار کې د نړیوالې پرمختیایي ادارې یوه سلاکار کریسټوفر دېمېرس نیویارک ټایمز ته ویلي، چې دا شوراګانې ډیرې مهمې دي او د حکومتي ادارې اساسي عنصر بلل کیږي. د هغه په وینا د دغسی محلی شوراګانو اهمیت په دی کی دی چی خلکو ته د دی زمینه برابروی چی له حکومت سره مستقیما اړیکی ټینګه اوخپلی ستونزی ورسره مطرح کړی.

د نیویارک ټایمز په وینا د امریکا په مشری د ایتلافي ځواکونو پوځي چارواکو اکثرا د افغان حکومت پر ناتوانۍ اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې امن کړای شویو سیمو ته نه شی کولای په چټکۍ سره سیمه ییزه اداره وغزوي او حکومتي واکمنۍ په کې فعاله کړي.

د نادعلي په څیر ډېرو ولسوالیو کې د حکومتي ادارې څرک نه لیدل کیږي او اکثرا یواځې یو ولسوال او د امنیې قوماندان چې دواړه د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کیږي، په مرکزونو کې چې نه کافي پرسونل او نه هم کافي امکانات لري هلته موجود وي.

د نیویارک ټایمز له دې لیکنې سره سم په افغانستان کې یو پروګرام چې بریالی و، هغه د کلیود بیارغونې او پرمختیا د وزارت په چوکاټ کې د ملی پیوستون پروګرام وو، چې په ترڅ کې یې سیمه ییزو شورا ګانو په خپله سیمو کې د بیارغونې وړې او لویې پروژې په خپله غوره کولې خو د دې پروګرام چارواکي وایي، چې په هلمند ولایت کې د ناامنیو له کبله د دې پروګرام فعالیتو نه ځنډول شوي دي.

د نادعلي ولسوال حبیب اله شملانی نیویارک ټایمز ته ویلي، د محلي شورا د جوړېدو په اړه یې د سیمې له اوسیدونکو سره خبرو اترو شپږ میاشتې وخت ونیو ترڅو دوی دې ته وهڅول شي چې له حکومت سره همکاري وکړي او په خپله د محلي شورا ۴۵ استازي وټاکي.

د محلي ارګانونو د ادارې مشر جیلاني پوپل چې د محلي شوراګانو پروګرام یې ترڅارنې لاندې پرمخ ځي وایي، یوه محلي شورا ټولې هغی پریکړې کوي چې د سیمې د خلکو پرژوند مستقیما اغیز لري. له دې شوراګانو څخه زموږ بل هدف د امنیت ټینګښت دي.

محلي شورا کولای شي په ټولنه کې د افرادو د بېرته جذبولو په برخه کې هم خپل رول ولوبوي. دوی به په فعاله توګه د پرمختایي پروژو په اړه پریکړه کوي خو د دې ترڅنګ به لکه د یوې سیمه ییزې ادارې چارې هم پرمخ وړي.

دوی به دغه رازله مرکزي حکومت اوسیمه ییزو چارواکو سره د یوه ارتباطي پل په توګه رول لوبوي او د خلکو ستونزې به د هغوی ترغوږونو پورې رسوي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، هغوی چې په نادعلي ولسوالۍ کې یې د محلي شورا د استازیو د غوره کیدو په بهیر کې برخه اخیستې وه، ویلي، چې دوی ټول خطرونه په ځان ځکه منلي چې دوی خپلو استازیو ته اړتیا لري، چې د بندیانو د خوشې کولو، د جګړې له وجې د رسیدلو زیانونو د جبرانولو او د قومونو تر منځ او د ځمکې پرسر د شخړو له هواري نه نیولي، د خپلو سیمو لپاره د پرمختایی مرستو د ترلاسه کولو پورې د مختلفو ستونزو په اړه له حکومت او بهرنیو ځواکونو سره مستقیما خبرې اترې وکړي.

فدا محمد خان چې د نادعلي د محلي شورا د استازي په توګه غوره شوی وایي، موږ هیله من یو چې حکومت زموږ لپاره یو څه وکړي که موږ دغه محلي شورا ولرو کولای شو خپلې ستونزې لوړ رتبه چاروکو سره مطرح کړو.

موږ نور له جګړو ډېرستړي او ستومانه شوي یو، وچکالۍ مو په مخ کې ده، هیله من یو چې سوله مو په کور وزر وغوړوي.
XS
SM
MD
LG