د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

د امریکا کانګرس: افغانستان ته دې امریکايي الوتکې واخیستل شي، نه روسي


د امريكا كانګرس
د امريكا كانګرس

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه رپوټ ورکوي، چې د امریکا د کانګرس ځیني غړي نه غواړي د افغانستان د اردو لپاره روسي هیلي کوپټرې واخیستل شي. دوی وایي، چې د افغانستان اردو ته دې امریکایي الوتکې ورکړل شي. د ریپورټ له مخې امریکایي پوځیانو د افغانستان د اردو لپاره د ۳۱ الوتکو د رانیولو یا نوې کولو په مقصد ۶۴۸ ملیونو ډالر لګولي دي.

د پوځي ترانسپورتMi-17 ډوله هیلي کوپټرې د افغانستان د اردو له خوا ډیرې استعمال شوي دي.

امریکایي پوځیان وایي، دغه الوتکی د افغانستان د هوايي ځواک د رغولو لپاره ځکه ښې دي، چې د هېواد اکثر پخواني پيلوټان ورسره بلد دي او له امریکایي الوتکو سره د دوی بلدتیا مشکل کار دی، چې ډیر وخت غواړي.

خو جمهوري پلوي سناتور ریچارډ شیلبي او ډیموکراټ سناتور کریستوفر ډاډ دفاع وزارت ترفشار لاندې نیولی، چې افغان اردو ته امریکایي الوتکې راونیسي.

سناتور شلبي وایي، د روسې الوتکو پروګرام په څارنه کې هماهنګي نشته یا اصلا د کومې څارنې لاندې نه دي، چې په نتیجه کې یې ډیرې پیسې ضایع شوي دي، دا لوتکو ترلاسه کول ځنډمن شوي او د مصوونیت اندېښنې او نور مشکلات هم شته.


د واشنګټن پوسټ رپوټ زیاتوي، چې امریکایي پوځیانو د افغانستان د اردو لپاره د ۳۱ دغه ډول الوتکو د رانیولو یا نوې کولو په مقصد ۶۴۸ ملیونو ډالر لګولي دي.

راتلونکي کال لس نورې دا ډول الوتکې رانیسي او له هغې وروسته کلونو کې د لسګونو نورو د رانیولو پروګرام دی.

د امریکا جمهور رییس باراک اوباما پلان لري، چې د راتلونکي کال په اوړي کې له افغانستان د امریکایي عسکرو وتل پیل کړي.

امریکایي پوځیان په دې باور دي، چې د افغانستان خپل هوایي ځواک به پنځه کاله وروسته په خپلو پښو ودریږي.

برید جنرال مایکل بویرا چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د رغونې هلې ځلې کوي وایي، چې Mi-17 ډوله الوتکې په افغانستان کې ښې چلیږي او دا مهمه نه ده، چې دغه الوتکی په روسیه کې جوړې شوي.
XS
SM
MD
LG