د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

ارغنديوال:د برېښنا د بندونو د رغولو لپاره ۱۲ميليارده ډالرو ته اړتيا ده


د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال
د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي، له نړېوالې ټولنې څخه به په افغانستان کې د برېښنا او اوبو د سترو بندونو د جوړولو لپاره مرستې وغواړي او د پلانونو په عملي کېدو سره به افغانستان د ۴۷۰۰ میګا واټو برېښنا د تولید توان پيدا کړي او دغه راز به زراعت هم پياوړی شي.

د افغانستان د اقتصاد وزیرعبدالهادي ارغندیوال د جمعې په ورځ وویل، افغانستان به د جولاي په شلمه په کابل کې د نړېوال کانفرنس په جریان کې له نړېوالې ټولنې څخه وغواړي، چې د بندونو جوړولو او اوبه خور د پروګرامونو د عملي کولو په برخو کې دې د ۱۲ میلیارډو ډالرو پانګونه وكړي.

رویټرز لیکي: افغانستان چې د اوبو سترې منابع لري له خپلو ګانوډيانوسره د اوبو په سرلانجې هم لري او د دې هېواد د اوبو دوه پر درېمه برخه له ګټې اخیستو پرته نورو ملکونو ته ځي.

د افغانستان د اقتصاد وزیرپه پاریس کې د پانګوالو د کانفرنس په څنګ کې رويټرز اژانس سره مرکې کې وویل، برېښنا او اوبه خورورته لومړیتوب لري او دا ځکه چې د برېښنا په موجودیت کې پانګوال د صنعت او زراعت په برخو کې پانګوونو ته هڅول کیږي.
په دې هېواد کې ۲۳ زره میګا واټوبرېښنا ته اړتیا ده،


اژانس لیکي: پاکستان او ایران هم د سترو بندونو اود اوبو د ذخیرو په جوړولو میلیاردونه ډالرلګولي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي ارغندېوال زیاته کړه، د برېښنا د لومړي ستر بند پلان به، د جولاى په شلمه په کابل کې د نړېوال کانفرنس ګډون والو ته وړاندې کړي.

دی وایي، د دې بند مقدماتي سروې شوې او په جوړولو به یي شاوخوا ۱۲ میلیارده ډالر ولګیږي.

د اقتصاد وزیر وایي، په یوې سېمې کې د اوو او په بلې کې د شپږو بندونو جوړول په پلان کې نیول شوي او په دې توګه به له ټولو څخه شاوخوا ۴۷۰۰ میګا واټه برېښنا ترلاسه شي او دغه راز به ۲۵۰۰۰۰ جريبه (يولك ايكړه) ځمکه هم خړوبه کړي.

رویټرز لیکي: نړېوالې ټولنې د طالبانو د رژیم د ړنګېدو له وخته راهیسې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ورکړي، خو د سترو او حیاتي پروژو په برخو کې زیات کار نه دی شوی.

د افغانستان د نږدې اته ویشتو میلونو وګړو په سلو کې پنځه ویشت یي د پاکو اوبوامکانات لري.

په دې هېواد کې ۲۳ زره میګا واټوبرېښنا ته اړتیا ده، خو دا مهال افغانستان یوازې د خپلې اړتیا په سلو کې یو برخه برېښنا تولیدوي او دغه راز یي د اوبه خور سیستم هم زیات فعال نه دی.

ارغندېوال وایي، په تېرو دووکلونوکې په افغانستان کې د غنمو حاصلات ډېرښه وواوموږ سږکال ممکن غنم بهرته صادرته کړو.
XS
SM
MD
LG