د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

پنجشنبې د غبرګولي ۲۷مه


خدمتګار:په افغانستان كې د اداري فساد په اړه ليكنه خپره كړې
خدمتګار:په افغانستان كې د اداري فساد په اړه ليكنه خپره كړې

په كابل كې نننيو ورځپاڼو كې د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه چاپ كړي چې زموږ همكار ترې لاندېنى مطلب راچاڼ كړى دى.

خدمتګار:

د خدمتګار ورځپاڼې په افغانستان كې د پېښو او تحولاتو په اړه تبصره كړې او په دې هېواد كې يې د نړېوالو ځواكونو كړنې څيړلي دي.

دې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو كې ليكلي چې امريكا د افغانستان په جګړه كې د نوېو متحدانو د موندلو په هڅه كې ده.

خدمتګار ويلي، چې د بريتانيا،فرانسې اوجرمني په ګډون په افغانستان كې د امريكا ځينو متحدانو معاملو ته مخه كړې او امريكا مجبوره شوې چې نوي متحدان پيدا كړي.

د مقالې ليكوال ليكلي چې امريكا روسيې اوچين ته مخه كړې او پر دوى تكيه كوي.

ورځپاڼې په بل ځاى كې په افغانستان كې د اداري فساد په اړه ليكنه خپره كړې او وايي چې په دې هېواد كې د اداري فساد دوسيې بايد په جدي توګه وڅيړل شي.

انيس:

د انيس دولتي ورځپاڼې جاپان ته د ولسمشركرزي د سفرپه اړه ليكنه خپره كړې او له جاپانې چارواكو سره يې د هغه ليدنې له بېلابېلو اړخونو څيړلي دي.

ددې ورځپاڼې د مقالې ليكوال ليكي، چې جاپان د افغانستان له مهمو مرسته كوونكو هېوادونو څخه دى او نوموړي هېواد ته د افغان ولسمشر دا سفركولاى شي د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو په لا پياوړي كولو كې رغنده رول ولوبوي.

د انيس په مقالې كې راغلي چې جاپان تېركال دهند په بحركې نړېوالو ځواكونوته د سوند موادو رسول بند كړل خوپرځاى يې له افغانستان سره د پنځو ملياردو ډالرو د مرستې ژمنه وكړه ترڅو د بيارغاونې په بېلابېلو برخو ولګول شي.

ورځپاڼې په بل ځاى كې په افغانستان كې د بې كارۍ د ستونزې په اړه هم ليكنه كړې اوغوښتنه يې كړې چې بايد كاري زمينې خلكوته برابرې شي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې له طالبانو سره د پاكستان د استخباراتې شبكې د همكارېو او اړيكو په اړه تبصره كړې.

دې ورځپاڼې د لندن د اقتصادي ښوونځي په نوم د يوه ارګان وروستي راپورته په اشارې د پاكستاني كارپوهانو له قوله ليكلي، چې پر اى،ايس،اې يا د پاكستاني پر استخباراتې شبكې دا تورونه برحق او پرځاى دي.

دې ورځپاڼې د اكرم شاه په نوم د يوه پاكستاني سياست پوه له خولې ليكلي چې د لندن ددې مركز له خوا دا راپورته تازه خپورشوى خو په پاكستان كې د تروريستي فعاليتونو ريښې ديرش كلنه سابقه لري.

د دې ورځپاڼې د مقالې ليكوال وايي، چې په افغانستان كې اقتصادي بحران تربل هروخت زيات دى، په مطلب كې ليكل شوي ترڅو چې اداري فساد په دې هېواد كې له منځه ولاړنه شي هيڅكله اقتصادي بحران هم له مينځه نه ځي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپانې په افغانستان كې د ولسې جرګې د انتخاباتو په اړه يو مطلب خپور كړى او په دې برخه كې يې شته امنيتي ستونزو ته ګوته نيولې.

د دې ورځپاڼې مقاله ليكونكي د لوړ رتبه امنيتي مسوولانو څرګندونې هم خپرې كړي چې د افغانستان د ولسې جرګې په عمومي غونډې كې يې كړي دي.

ورځپاڼې ويلي چې د افغانستان څه باندې درې سوه پنځوس ولسوالۍ له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي.

ليكوال وايي، چې په افغانستان كې د امنيتي ګواښونو د لرې كولو او په ډاډه فضا كې د ولسې جرګې د انتخاباتو د ترسره كولو لپاره بايد جدي امنيتي تدابير ونيول شي.

دې ورځپاڼې د خپل نن ورځې د ګڼې په سرمقالې كې په افغانستان كې د خصوصي سكتور د فعاليتونو په اړه تبصره كړې او د پامير د هوايي شركت د الوتكې غورځېدو او دغه راز د دې شركت د الوتكو په پرواز كې د تېرې ورځې ستونزې ته په اشارې ويلي چې خصوصي سكتور په افغانستان كې د خلكو له ژوند سره لوبې كوي.
XS
SM
MD
LG