د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۷

چهار شنبې د جون 16مه


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو د افغانستان د طبیعی زېرمو د نوي سروې په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي او په کې ویل شوي، چې افغانستان د شاوخوا یو تریلیون امریکایي ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري.

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼې د مسالې په اړه لیکلي، د دې نوې سروې په اعلان سره افغانان او حکومتي چارواکي ځانونه سر لوړې بولي او ملي ویاړ او غرور یې زیات شوی دی.

په لندن کې خپریدونکي ټایمز ورځپاڼې په دې اړه په یوې مقالې کې لیکلي، په افغانستان کې د جیالوجۍ په دې نوي سروې کې ښودل شوي، افغانستان د لیتیوم په سترو زیرمو سره، چې د کمپیوترونو په بطرۍ جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي، کولاي شي د سېمې په عربستان بدل شي. افغانستان به دغه راز د پانګوالو د رقابت او سیالیو په ډګر هم بدل شي.

ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه دا نوي معلومات د انګلستان د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کلونو د جیالوجۍ د سروې او د امریکا د جیالوجۍ د ادارې له څیړنې څخه چې له ۲۰۰۶ میلادي کال څخه مخکې تر سره شوې وې، تر لاسه شوي او د ۲۰۰۸ کال د جیالوجۍ په سروې کې داخل شوي دي.

د ټایمز ورځپاڼې په باور، که چیرې د دې سروې ارقام تایید او تصدیق شي، افغانستان به اړ نه وي چې د خپلو کانونو د استخراج لپاره بهرني کمپنۍ پانګونې ته وهڅوی بلکې هغوی به په خپله د کانونو د استخراج لپاره په داوطلبیو کې ګډون کوي.

انډپنډنټ:

د انګلستان انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د یوې بلې موضوع په اړه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې راغلي، زیات شمېر هغه افغانان چې اروپایي هیوادونو ته هجرت کوي، په حقیقت کې د هغو مهاجرو دوهم او دریم نسل دی چې په افغانستان کې د کورنیو ستونزو او په ګاونډیو ملکونو ایران او پاکستان کې د پرله پسې فشارونو له وجې نورو هېوادونو ته په تلو مجبور شوي دي.

ورځپاڼې د دوو افغان انجونو چې په دې نږدې وختونو کې مهاجرې شوې، داستان راخیستی او لیکي، دا دوې ځوانې افغانانې د ټولنې فشارونو او ګواښونو هجرت ته اړې کړې او مور یې هم غوښتل چې له دوی سره یو ځای وی، خو قاچاق وړونکو دوی سره جلا کړل.

دوی له یوه ځایه بل ځای ته وړل کیدلې او بالاخره په یوه تیاره ځای کې خوشې شوې او نه پوهیږي چې مور به یې د فرار توان پیدا کړی وي، ژوندۍ به وي او کنه؟

انډپنډنټ ورځپاڼه وړاندې لیکي، په افغانستان کې درې لسیزې جګړې روانې دي او په میلونونو افغانان هجرت ته اړ شوي.

د جګړې یتیمان شفقت او مهربانۍ ته اړتیا لري او کله چې په زیاتو ستونزو سره ځانونه لویدیځو هیوادونو ته رسوي نو کوربه هېوادونه باید چې له دوی سره بشري او انساني سلوک وکړي. کله چې په افغانستان کې سوله او امن ټینګ شي نو ښه به وي، چې دا افغان مهاجر له ښو خاطرو سره بېرته خپل وطن ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG