د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا ګڼ شمېروسله والو کسانو چې په دوو موټرو او شپږو موټرسايکلو سپارل ول اسلام اباد ته نژدې د سنګ جاني په سيمه کې د شپې پر يوولس نيمو بجو پر دغه ترمېنل ډله ييز بريد کړی چې له لامله يې پېنځه تنه وژل شوي، لس نور ټپيان. او دېرش کانتيرونه سوځېدلي.
د ځايي پوليسو يوتن لوړپوړی افسرکليم امام په دې اړه رسنيو ته داسې وويل:
تراوسه مو پېځه جسدونه او لس ټپيان رغتون ته لېږدولي ددې ترڅنګ دېرش کانتينرونه سوځېدلي خو لا هم اور بلېږي او ښايي دمالي او ځاني زيان کچه نوره هم لوړه شي.. ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او دا مهال پر اور وژنه بوخت دي.
ويل کېږي چې بريد ګرو له سپکو او درنو وسلو او پټرولي بمونو نه کا اخيستی.
ځايي امنيتي مسوولينو ټپیان او وژل شوي کسان موټر چلوونکي ښودلي خو دهغوی د هويت په اړه لا څه نه دي ويلي.
د ناټو ځواکونو ته د سوند او نور مواد د کراچۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي چې د لارې په اوږدو کې په اسلام اباد او پېښور کې څو ترمينلونه لري،له دې وړاندې هم په اسلام اباد او په کراتو په پېښور کې پر دغو ترمينلونو وسله وال بريدونه او چاودنې شوي چې تراوسه پکې په سلګونو کانتينرونه او د تېلو ټانګرونه له منځه وړل شوي.
مجيب الرحمان ويسال، ازادي راډيو ، پېښور