كه څه هم چې په دې وروستيو كې يو افغاني ټلويزيونې چينل د يوه فلم د خپرولو له لارې دوه بهرني موسسې په دې تورنې كړاى شوې چې په افغانستان كې د مسيحي دين تبليغ كوې، خو افغان حكومتي چارواكي واېې چې داسې هيڅ اسناد نشته چې په دغو موسسو لګيدلى تور دې پرې ثابت شي.
په دې فلم كې څو كسانو ښودل كيږي، چې يوشمېرخلك مسيحي دين ته رابلل كيږي او هغوي ته د دې دين دعا ور زده كيږي.
ولسي جرګې چې په عمومي غونډه كې يې دا فلم ښودل شوى دى، په همدې اړه د معلوماتو ترلاسه كولو لپاره د شنبې په ورځ د افغانستان د كورنيو چارو وزير او د ملي امنيت رئيس خپلې غونډې ته وربللې و.
د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر غونډې ته وويل، په لومړنيو څيړنو كې دا روښانه شوې، چې په دې ډله كې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو وګړي هم شته چې دوې دې مسلې اندېښمن كړي دي:
(( دوه كسه نيول شوي دي، د دې دوه كسو څخه چې كوم اعترافونه اخيستل شوي دي د هغوي له خولې اوه كليساوي پيژندل شوي دي، چې په كورونو كې وې.
اوس د دې كورونو د پيدا كولو لړۍ پيل شوې ده پنځه ويشت كسه افغان او بهرنيان چې ښځې او نارينه په كې شامل دي پيژندل شوي دي، چې ځينې بهرنيان دي او په درېو هېوادونو پورې اړه لري چې دوه يي زموږ د ګاونډيو هېوادونو دي او يو بل يي له موږ خورا لرې هېواد دى.
د دې ګاونډېو هېوادونو شتون په كې زموږ اندېښنې را زياتې كړي دي.))
خو په عين وخت كې بيا د ملي امنيت ريس د خپاره شوي فلم په اړه شك څرګند كړ.
د ملي امنيت رئيس امر الله صالح د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل، ترنورو اقداماتو مخكې بايد په خپله د فلم د مرجع په اړه پلټنې وشي چې ايا حقيقت لري او كه څنګه:
((زه د دې تلويزيون له خوا د خپور شوي فلم په اړه د ژورو پلټونو غوښتونكى يم.
موږ بايد د يو فلم له مخې خپل هېواد بايد په اور ونه سوځو، ځكه چې مرجع يي نه ده معلومه چې دا استخبارات دي، شخصيت سازي ده، د يو ټلويزيون د نفوذ پراختيا ده او يا دا چې څه چې خپروي دا په رښتيا وي ؟ موږ بايد ژوره او كره پلټنه وكړو ترڅو واقيعت معلوم كړو.)
د كورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست چارواكې واېې، چې دوی د يو شمېرهغو موسسو د تړلو په هدف هڅې ګړندۍ كړي دي چې شكمن فعاليتونه كوي.
د اقتصاد وزارت چارواكې هم واېې د دوه نړېوالې موسسې چې د مسيحي دين د تبليغ تور پرې پورې شوى دى، چارې يي د څيړنو تر بشپړېدو پورې ځنډول شوې دي.
خو دا دوه موسسې وايي، چې دوي افغانانو ته بشردوستانه مرستې رسولې او په ديني برخه كې يي هيڅ كوم اقدام نه دي كړي.
راپور: ذكيه غياثي