د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

پر ترکي کښتیو د اسرایلو حمله او د نړیوالو اندېښنې او غبرګونونه


ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ مختلفو هېوادونو له غزې سره د مرستو پر سمندري کاروان د اسرایلو د کمانډو ځواکونو حمله غندلې ده او په دې اړه يې خپله خواشیني څرګنده کړې ده. په دغه حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

د ملګرو ملتونو عمومی منشی بان کي مون ویلي، په نړیوالو اوبو کې پر هغو کشتیو چې خوراکي مواد او نورې ضروري مرستې په کې بار وي، د اسرایلي سرتیرو برید هغه ته ټکان ورکړی دی.

په دغه حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

ترکیې چې له اوږدې مودې راپدېخوا یې له اسرایل سره ښې اړیکی لرلې، د لومړنیو هیوادونو څخه و، چې دا حمله یې سخته وغندله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلیم ینیل له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا حمله یوه جدي سرغړونه وبلله او ویې وویل:

"دا حمله په نړیوالو اوبو کې شوې او دا له نړیوال قانون څخه څرګنده سرغړونه ده. موږ د اسرایلو سفیر راوغوښت او ورته مو په ډاګه کړه، چې دا له نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده ځکه چې د کشتیو دغه کاروان یوازې بشري مرستې د غزې خلکو ته وړلې. دا یوه سولیېز عمل و . د اسرایلو دا برید هیڅ د منلو وړ نه دی."

د راپورونو پر اساس په دغو شپږو کشتیو کې چې د ترکې د خیریه موسسو له خوا تنظیم شوی شاوخوا ۷۰۰ فلسطیني پلوه فعالان چې د مختلفو هطوادونو اتباع په کې شامل دي سپاره دي.

ویل کیږی چې اکثریت فعالان چې دا مرستې یې غزې ته لیږدولې ترکان وو او د سر په کشتۍ کې یې هم د ترکیې بیرغ زړېده.

د راپورونو له مخې وژل شوي هم اکثره د ترکیې اتباع دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل، ترکې له تلبیب څخه خپل سفیر راوغوښت او د ملګروملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې د جوړیدو غوښتنه یې کړې.

لبنان چې په اوس وخت کې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره مشري په غاړه لري د دې پیښې په اړه عاجله غونډه رابللې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر دغه راز وویل، چې اسرایل ته خبرداری ورکړل شوی، چې دغه پېښه به د دواړو هیوادو اړیکو ته نه جبرایدونکی زیان ورسوي او د اسرایل هغه ادعا یې رد کړه چې د ترکیې کشتیو چې مخکې د ترکیې چارواکو تالاشي کړې وي، ښایې وسلې قاچاق کولې.

په استانبول کې په زرګونو کسان واټونو ته راووتل او د اسرایل د دې اقدام پرضد یې لاریون وکړ.

پرون د ورځې وختي پولیسو د یوې ډلې قهرجنو مظاهره چیانو چې غوښتل یې په استانبول کې د اسرایل پرقونسلګرۍ یرغل وکړي، مخه ونیوله.

په بروسل کې د اروپایی اتحادیې د ۲۷ غړیو هیوادونو سفیرانوعاجله غونډه وکړه.

د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشتن د دې پیښې په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

"د دې پیښې په ارتباط نن سهار ما د اسرایل د بهرنیو چار و له وزیراویګدور لیبرمن سره خبرې وکړې او هغه ته مې د دغې تراژیدې په اړه ژوره اندیښنه بیان کړه.

ما ورته وویل، چې د دې پیښې په اړه باید اسرایل سمدستي څیړنه پیل کړي."

د عکس العملونو په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلیام برټن د خلکو پروژل کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړه.

د فسلطیني ادارې مشر محمود عباس په لویدیځه غاړه کې درې ورځني ماتم اعلان کړی او د عرب لیګ مشر امر موسی دغه حمله د بشري مرستو د ماموریت پرضد یوجنایت وباله او اظطراري غونډه یې راوبلله.

د حماس ډله چې غزه يې تر کنټرول لاندې ده له اسلامي هیوادونو غوښتي چې خپل عکس العمل څرګند کړي.

د اسرایلو حکومت ویلي، دا حمله د ځان څخه د دفاع په لړ کې شوې او دغو کشتیو له غزې سره نژدې اوبو ته د ننوتو قانوني حق نه درلود.

د اسرایلو د دفاع د وزارت مرستیال ویلي، چې د دغه بشري مرستو د کاروان تنظیمونکي له نړیوال ترویرزم سره اړیکي لري.

د اسرایل صدراعظم بینامین نیتانیاهو چی له کاناډا څخه په کتنه بوخت وو، له واشنګټن څخه خپله کتنه لغوه کړه اوبېرته اسرایل ته لاړ.
XS
SM
MD
LG