د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

مشرانوجرګه:د برګ مټال ولسوالۍ سقوط به په شاوخوا سيمومنفي اغيزه وكړي


مشرانو جرګې د يكشنبې د ورځې په غونډه كې د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ د سقوط په اړه بحث وكړ او پريكړه يې وكړه چې د دفاع او كورنيو چارو وزيران به خپلې غونډې ته راوبولي تر څو په دې اړه معلومات وركړي. ځينو سناتورانو اندېښنه څرګنده كړې، چې د برګ مټال ولسوالۍ سقوط به ان د شاوخوا ولايتونو په امنيتي وضعيت منفي اغيزه وكړي.

د مشرانو جرګې غړو د وسلوالو مخالفينو له خوا د نورستان د برګ مټال ولسوالۍ نيول د اندېښنه وړ وباله او پريكړه يې وكړه، چې د دې پېښې د عواملو په اړه د معلوماتو وركولو لپاره به د دفاع او كورنيو چارو وزيران خپلې عمومي غونډې ته ور وبولي.

د مشرانو جرګې د يكشنبې د ورځې په غونډه كې د نورستان په امنيتي وضعيت بحث وشو او د دغه ولايت سناتوران هم په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې كړې.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال فضل هادي مسلميار وويل، چې د دفاع او كورنيو چارو له وزيرانو سره به نه يوازې د نورستان بلكې د نورو ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه هم خبرې وشي:

(د دفاع او كورنيو چارو وزيرانو مو، چې را وغوښتل او مجلس په دې اړه پريكړه وكړه، بيا به د هر ولايت سناتور ورسره د خپل ولايت د امنيتي ستونزو په اړه جدي بحث وكړي، بيا به اداري هيئت په ځانګړې توګه جناب مجدديي صيب د دې غونډې د نتايجو جاج واخلي، چې څه نتايج به ولري.)

تراوسه معلومه نه ده، چې مشرانو جرګه به كله د دفاع او كورنيو چارو وزيران خپلې غونډې ته ور بولي.

په مشرانو جرګې كې د نورستان ولايت استازي برګ مټال ولسوالۍ نه يوازې د نورستان بلكې د ګاونډېو ولايتونو د امنيت لپاره هم مهمه سيمه بولي.

د مشرانو جرګې يوه غړي ډاكتر نورستاني وويل، وسلوال مخالفين د برګ مټال ولسوالۍ له لارې ان شمالي ولايتونو ته لاره پيدا كولاى شي:

(د برګ مټال ولسوالۍ سقوط يوازې د نورستان ولايت ته زيان نه رسوي، په ټولو سيمو چې د نورستان ولايت په شاوخوا كې دي، مستقيم تاثير به پرې ولري، د بدخشان، پنجشير، لغمان او كنړ ولايتونو په امنيت به منفي اغيز وكړي، دا به شمال ته د طالبانو د تګ يوه لاره وي.)

وسلوالو طالبانو له څو ورځو جګړې وروسته د شنبې په سهار د برګ مټال ولسوالۍ ونيوله.

ځينې سناتوران وايي، د دې ولسوالۍ د سقوط اساسي سبب دا و چې دولت په څو ورځو كې ونه توانيده چې سيمې ته اكمالات او اضافي ځواك وليږي.

بل خوا د افغانستان د كورنيو چارو وزارت ويلي، چې امنيتي ځواكونه له سيمې څخه په تكتيكي ډول په شا شوي دي، چې ملكي خلكو ته زيان ونه رسيږي.
XS
SM
MD
LG