د كابل، جلال اباد او سروبي، جبل السراج د سړكونو په جوړولو سره به د ترانسيورتي ستونزو د هواري تر څنګ په لاره كې د پرتو سيمو د بزګرو او باغدارانو د حاصلاتو لپاره د بازار موندې ښه اسانتيا هم برابره شي.
د دغو سړكونو د لومړۍ برخې د جوړولو تړون د شنبې په ورځ په كابل كې د افغانستان د فوايد عامې وزارت او د ګټونكو شركتونو تر منځ لاسليك شول.
د افغانستان د فوايد عامې وزارت سرپرست وزير صحراب علي سفري د دغه تړون د لاسليكلو پر مهال وويل:
"دا يو كانكريټي سړك دى او ښيګڼه يې په دې كې ده چې د اوږدې مودې لپاره حفظ او مراقبت ته اړتيا نه لري، كه څه هم بيه يې لوړه ده خو تر شلو، پنځه وپشتو كلونو پورې له ترميم پرته كار كولاى شي."
د كابل، جلال اباد د دوهم سړك د لومړۍ برخې د جوړولو د كار تړون له پنځوس مليونو امريكايي ډالرو څخه په زياتو پيسو له افغان جرمن شركت سره لاسليك شو او د سروبي جبل سراج د سړك جوړولو كار چې لګښت يې له پنځه ويشت مليون ډالرو څخه زيا اټكل شوى دى، هيوادوال او د كارپوه په نوم يو ازربايجاني شركت ته وركړل شوى دى.
ويل كيږي، چې د دغو سړكونو د جوړولو لپاره د اسيا پراختيايي بانك د ۴۰۰ مليونو ډالرو مرستې ژمنه كړې ده.
د كاپيسا والي خواجه غلام غوث ابوبكر هم چې د دغه تړونونو د لاسليكولو په غونډه كې حاضر و، د افغان دولت له چارواكو څخه يې د دغه اقدام له امله د كاپيسا ولايت د خلكو په استازيتوب مننه وكړه:
"د كاپيسا ولايت د خلكو له لوري له تاسو مننه كوم، چې د ولسمشر او لومړي مرستسيال له لارښونې او د خلكو له غوښتنو سره سم مو دې برخې ته پام واړو او د يوولس شمالي ولايتونو د اوسيدونكو د هيلو د پوره كولو لپاره مو هڅې وكړې."
ټاكل شوې چې د كابل جلال اباد د دوهم سړك د لومړۍ برخې كار تر راتلونكو درېيوو كلونو او د سروبي جبل السراج د سړك د جوړولو كار تر راتلونكو دوو كلونو پورې بشپړ شي.
كه څه هم د افغانستان د فوايدعامې وزارت په تيرو څلور ورستيو كلونو كې د سړكونو د جوړولو كيفيت ښه ارزوي خو داسې شكايتونه موجود دي، چې ډيري سړكونو تر جوړولو لنډه موده ورسته بيارغونې ته اړتيا پيدا كوي، چې تر ډيره دغه كار پړه هم جوړونكو شركتونو ته ورپه غاړه شي.