د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۰

د جنوبي اسيا د هېوادوسره د سوداګرۍ د پراختيا هڅې تېزې شوي

د سوداګرۍ د وزارت، د نړېوالې سوداګرۍ ريیس مزمل شينوارى
د سوداګرۍ د وزارت، د نړېوالې سوداګرۍ ريیس مزمل شينوارى

د افغانستان او منځني اسيا د هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د شوي تړون د پلي كېدو لپاره هڅې پيل كړي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، چې دا موافقتنامه په دوه زره اتم ميلادي كال كې د سارك د سازمان په غونډه كې لاسليك شوې ده.

د افغانستان او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا او په دې لاره كې افغان سوداګرو ته د اسانتياو د برابرولو په مقصد د كابل هڅې پيل شوي دي.

سره له دې، چې اوس هم د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه كې يو لړستونزې شته، خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت، هيله من چې د دې تړون د پلي كېدو لپاره ګډې هڅې تېزې شي.

د سوداګرۍ د وزارت، د نړېوالې سوداګرۍ ريئس مزمل شينواري په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د دې تړون پلې كېدل د يادو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ضروري دي:
افغانستان يو واردوونكى هېواد دى، چې د وارداتو اندازه په سلوكې پنځه نوي ته رسيږي


"دا تړون به د افغانستان سوداګري د جنوبي اسيا له هېوادونو سره پراخه كړي، د بهرنيو پانګو اچونې ته به زمينې برابرې او ډيرخلك به د كار خاوندان شي."

ده وويل، د افغانستان اوجنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون په دوه زره اتم ميلادي كال لاسليك شوي او يوه مياشت مخكې د هېواد ولسي جرګې هم تصويب كړه.

افغان سوداګر وايي، چې دوى د پاكستان په خاوره كې اوس هم ترانزيتي ستونزې لري او نه شي كولاى، چې د هېواد صادرات د هند تر پولو پورې د افغان ترانسپورټ په ذريعه ور، ورسوي.

د سوداګرۍ وزارت له دغې ستونزې انكار نه كوي، خو هيله ښيى، چې د دې تړون له پلي كېدو سره به په دې برخه كې اسانتياوې برابرې شي:

"په پاكستان كې زموږ ترانسپورت خپل مالونه په ترانزيتي بڼه د هندوستان پولو ته نه دي رسولي.

همدارنګه د هند پاكستان، هند او سريلانكا او داسې نورې ستونزې هم شته.

هيله ده،چې ددې تړون له پلي كېدو سره ټولې ستونزې اوارې شي."

افغانستان د دې تړون له لاسليك كېدو څخه يوكال د مخه د سارك يا د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ د سيمه ايزو همكارېو د سازمان غړيتوب ترلاسه كړى وه، په دې سازمان كې جنوبي اسيا اته هېوادونه شامل دي.

افغانستان يو واردوونكى هېواد دى، چې د وارداتو اندازه په سلوكې پنځه نوي ته رسيږي.

كارپوهان وايي، كه د دې تړون مواد په عملي توګه عملي شي، د جنوبي اسيا هېوادونو ته به د افغانستان په صادراتوكې زياتوالى راشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG