د ولسي جرګې اداري پلاوي هغه راپورونه رد كړل، چې وايي وكيلانو پريكړه كړې چې د حكومت له خوا د دوى د غوښتنو د نه منلو په صورت كې به د سولې په ملي مشورتي جرګې كې ګډون نه كوي.
ولسي جرګه دا مهال له حكومت سره د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كېدو او د ولسمشر د دوېم مرستيال كريم خليلي جرګې ته د نه حاضرېدو له امله غلې احتجاج پيل كړي.
همدا راز د هزاره او كوچيانو ترمنځ د لانجې پر سر هم ځينو وكيلانو پر حكومتي چارواكو شديد انتقادونه كړي دي.
د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، محدود شمېر وكيلان ښايي د سولې ملي مشورتي جرګې سره د پريكون په فكركې وي، خو په عمومي توګه ولسي جرګې تر اوسه پورې په دې اړه كومه پريكړه نه ده كړې.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ولسي جرګې د غړو غلى اعتصاب پنځمې ورځې ته ورسېد او دوام لري.
په همدې حال كې يو شمېركارپوهان بيا وايي، چې د سولې په ملي مشورتي جرګې كې د ملي شورا د غړو او يا هم د دولتي چارواكو نه ګډون به په دې مهمې ملي جرګې منفي نه بلكه مثبته اغيزه وكړي.
د سياسي چارو كارپوه، انجنير مطيع الله خروټي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د سولې ملي مشورتي جرګه يوه ملي جرګه ده او په دې اړه چې د ملي شوراغړي ځينې غوښتنې لري هغه له انتخاباتي كمپاين پرته بل څه نه دي.
د ملي شورا ځيني غړي په داسې حال كې له افغان حكومت څخه دغه غوښتنې مطرح كوي، چې ټاكل شوې ده د سولې ملي مشورتي جرګه د جوزا يا غبرګولې په ۱۲ نېټه په كابل كې له ۱۳ كټګورېو څخه د ۱۶۰۰ استازو په ګډون جوړه شي.
د سولې ملي مشورتي جرګې ته د تيارېو د كميسيون چارواكي وايي، چې دغه جرګه به د درېو ورځو لپاره دوام وكړي او ګډونوال به يي د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د مذاكراتو د ميكانيزم په څرنګوالي خبرې وكړي.