د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

اسدالله وفا:نورستانيان له خپل والي څخه شكايت لري


د ولسمشر كرزي سلاكار اسدالله وفا
د ولسمشر كرزي سلاكار اسدالله وفا

له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ بريد كړې او راپورونه وايي، چې اوس هم په نوموړې ولسوالۍ كې سخته جګړه روانه ده. بل لورته د افغان حكومت يوه لوړ رتبه چارواكي د چهارشنبې په ورځ د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوالۍ د لسګونو اوسيدونكو له شكايتونو څخه وروسته وويل، چې د خلكو شكايتونه يې د نورستان د والي په اړه لويې څارنوالۍ ته استولي دي.

په داسې حال كې چې د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ كې د امنتيي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته او خونړۍ جګړه روانه ده د نورستان د والي په اړه د خلكو شكايتونه د څيړنې لپاره لوېې څارنوالۍ ته واستول شول.

د ولسمشر سلاكار او د جمهوري رياست د شكايتونو د اورېدو د كميسيون رييس اسدالله وفا د چهارشنبې په ورځ د نورستان ولايت د لسګونو قومي مشرانو د شكايتونو له اورېدو څخه وروسته په كابل كې وويل، چې د نورستان والي جمال الدين بدرخپله دنده سمه پرمخ نه ده وړې او ددې ولايت له خلكو سره شوې مرستې يې هم هغوى ته نه دي رسولي.

ښاغلي وفا وويل، چې د جمال الدين بدر په اړه به د نورستان د خلكو شكايتونه د لويې څارنوالۍ له خوا په جدي توګه وڅيړل شي.

بل خوا د نورستان ولايت په برګ مټال ولسوالۍ وسله والو طالبانو حمله كړې او ددې ولسوالۍ اوسيدونكې وايي، چې له تېرو څلور ورځو راهيسې په سيمه كې سخته جګړه روانه ده.

د ولسمشر سلاكار او د جمهوري رياست د شكايتونو د اورېدو د كميسيون مشر وايي چې په نورستان ولايت كې د والي او د امنېي قومندان د نه موجوديت له امله ګډوډي جوړه او په برګ مټال د وسله والو طالبانو حملې ته زمينه برابره شوې ده.

خو د نورستان والي جمال الدين بدر ازادۍ راډيو ته وويل، چې ده په نورستان ولايت كې خپله دنده لكه څنګه چې لازمه ده ترسره كړې او خلكو ته يې د مرستې رسولو په برخه كې هيڅ ډول غفلت او بې پروايي نه ده كړې.

ښاغلي بدر څرګنده كړه، چې له تېرو پنځو كلونو را هيسې د برګ مټال ولسوالۍ مواصلاتي لارې بندې دي او دې ولسوالۍ ته اكمالات د هوا له لارې رسول كيږي.

كه څه هم طالبانو ويلي، چې په برګ مټال ولسوالۍ حمله افغاني طالبانو كړې خو د نورستان والي وويل، چې په دې ولسوالۍ حمله كې پاكستاني طالبان هم لاس لري او افغان امنيتي ځواكونه د هغوي په وړاندې جګړه كې مهماتو او نورو پوځي مرستو ته سخته اړتيا لري، چې د ده په خبره لا تر اوسه نه دي ور استول شوي.

په عين حال كې د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوال محمد علي چې د والي او امنېي قومندان په وړاندې د شكايت كوونكو خلكو په ډله كې كابل ته راغلى هم د نورستان والي او امنېه قومندان په خپلو كارونو كې ناكامه بولي او وايي، چې دوى ډير وخت په نورستان كې نه اوسي.

د نورستان ولايت د برګ مټال ولسوالۍ له پاكستان سره په پوله كې پرته ده او په تېرو څو كلونو كې څو ځلې د وسله والو طالبانو له خوا پرې حملې شوي، ان ويل كيږي چې نوموړې ولسوالۍ د طالبانو لپاره د يوې هډې بڼه لري او تېر كال هم تر سختې جګړې وروسته د يوې مودې لپاره د طالبانو په ولكه كې وه.

خو د كورنيو چارو وزارت ويلي، چې په برګ مټال كې يې د وسله والو مخالفينو د تېرې ورځې حمله په شاه تنبولېې او د امنيتي ځواكونو له خوا اوه تنه وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG