د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۴

بریتانیا ژر تر ژره له افغانستانه پوځیان نه باسي


په هلمند کې میشت برتانیوي سرتیري
په هلمند کې میشت برتانیوي سرتیري

د بریتانیا دفاع وزیر له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. روانه اونۍ د لیم فاکس په وینا داسې رپوټونه خپاره شول چې دی د دې پلوي کوي چې ژر تر ژره له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

د بریتانیا دفاع وزیر وایي چې داوس لپاره یې هیواد داسې پلان نه لري چې له افغانستانه ژر خپل پوځیان وباسي.

د بریتانیا د دفاع وزیر لیم فاکس په وینا روانه اونۍ د لندن ټایمز ورځپاڼې داسې رپوټ خپور کړ چې بریتانیا نور خپل عسکر له افغانستانه، د منځۍ پیړیو له دغه مات ګوډ هیواده وباسي.

د بحرین الاوسط ورځپاڼې د بریتانیا د دفاع وزیر په وینا لیکلي دي چې ده روانه اونۍ د افغانستان د سفر پر مهال دا مطلب نه و چې له دغه هیواده د خپلو پوځیانو د وتلو خبره وکړي، بلکه له هغوی سره د مرستې په تکل افغانستان ته تللی و.

لیم فاکس زیاته کړه، له ټایمز ورځپاڼې سره زما څرګندونې د بریتانیا په سیاست کې د بدلون نښه نه ده زما د خبرو هدف هغو کورنیو ته چې خپل خپلوان یې په افغانستان کې پوځیان لري د دې خبرې واضح کول و چې دوی بریتانیا ته له بهره د متوجه تهدید مخه نیسي او د بریتانیا منافع خوندې کوي.

د بریتانیا دفاع وزیر بیا وویل، موږ له افغانستانه وځو موږ هلته استعماري ځواک نه یو، موږ د هغه ایتلاف جزء یو چې له افغانانو سره مرسته کوي څو داسې حکومت ولري چې د خپلو خلکو دفاع وکړای شي او داسې مشران ولري چې د یوه خپلواک هیواد په څیر خپل اهداف ترلاسه کړي.

روانه اونۍ له کابله د لیدنې پر مهال لیم فاکس او د بریتانیا د نوي ایتلافي حکومت د بهرنیو چارو او نړیوالو پراخیتایي چارو وزیرانو وویل چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو لپاره مشخصه نیټه نه شي ټاکلی.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته د بریتانیا تقریبا دوه سوه پنځه اتیا عسکر وژل شوې دي.

د مې په شپږمه چې د بریتانیا محافظه کار ګوند ایتلاٍفي حکومت جوړ کړ، اعلان یې وکړ چې د بهرنۍ تګلارې په سر کې یې د افغانستان مساله ده.
XS
SM
MD
LG