كه څه هم د ولسي جرګې غړو د څلورمې ورځې لپاره خپل غلى يا چوپ اعتصاب ته دوام وركړي او كه كاري اجنډا يې نه درلوده خود دې جرګې اداري پلاوى په دې باوردى چې د حكومت او ولسي جرګې له خوا يو ځانګړى كميسيون كولاى شي د كابينې د پاتې غړو د معرفي كولو پر سر ولاړه شوې ستونزه هواره كړي.
دا څرګندونې وروسته تر هغې كيږي، چې ويل شوي د دوشنبې په ورځ د وزيرانو په شورا كې د يوه ځانګړي كميسيون په جوړولو بحث شوى تر څو د حكومت او ولسي جرګې تر منځ د كابينې د پاتې غړو د نه معرفي كولو له امله رامنځ ته شوې شخړه حل كړي.
د ولسې جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي د سې شنبې په ورځ وويل، چې ولسې جرګه د كابينې د پاتې غړو په ژر معرفي كولو ټينګار كوي او ولسمشر بايد په دې برخه كې د دوى غوښتنې له پامه ونه غورځوي.
د ولسي جرګې او حكومت له خوا د ځانګړي كميسيون د جوړولو خبرې وروسته تر هغې كيږي، چې د ولسې جرګې غړو د تېرې شنبې له ورځې د كابينې د پاتې يوولسو غړو د نه معرفي كولو په اعتراض غلى يا چوپ اعتصاب كړى او كومه كاري اجنډا نه لري.
په عين حال كې د ولسمشر كرزي وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر ولسي جرګې ته د كابينې د پاتې غړو په معرفي كولو كار كوي او له لازم غور وروسته به وړ او كارپوهه كسان ولسي جرګې ته معرفي كړي:
"د ځانګړي كميسيون د جوړولو موضوع تېره ورځ د وزيرانو په غونډه كې مطرح شوه ولسمشر كرزى ډېر ليواله دى، چې په دې اړه د ولسي جرګې له غړو سره خبرې وكړي خو په دې برخه كې كوم ځانګړى كميسيون تر اوسه نه دى جوړشوى، خو حكومت د دې وضعيت د پاى ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام وركوي."
له اوس نه څه باندې دوه مياشتې مخكې ولسمشر كرزي دوه ځلې يو څلويښت تنه كانديد وزيران ولسي جرګې ته د باور رايې د اخيستلو لپاره معرفي كړل خو ولسي جرګې د دغو كانديدانو له ډلې څخه يوازې څوارلس تنه تاييد كړل.
ډير شمېر كار پوهان په دې باوردي، چې د ولسي جرګې غړو كانديد وزيرانو ته د باور رايې د وركولو په مهال مسلك او پوهه نه بلكې سياسي او شخصي علايق په پام كې نيولي خو د ولسې جرګې غړي وايي، چې دوى تل په خپلو پريكړو كې ملي مصلحتونو او ګټو ته ډيره پاملرنه كړې.