په كابل كې د دې ادارې وياند نادر فرهاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې دغه افغان كډوال ترډېره كابل او د افغانستان ختيځو ولايتونو ته راستانه شوي او هڅه كيږي، چې دوى ته د اوسيدو لازمې اسانتياوې برابرې شي.
"په روان كال كې مونږ پلان لرو، چې كابو شپاړس زرو كورنيو ته د كور جوړولو لپاره ساختماني مواد وركړو.
د دې ترڅنګ هر راستنيدونكي كډوال ته سل امريكايي ډالره هم د راستنېدو په وخت كې وركول كيږي."
نادرفرهاد وويل، چې په بېرته را ستنيدو كې له هرې كورنۍ سره يوه اندازه مرسته هم كيږي ترڅو دوى خپلو سيمو ته په ستنېدو كې له مالي ستونزې سره مخامخ نه شي.
خو له پاكستان او ايران څخه يوشمېر راستانه شوي كډوال شكايت كوي، چې له دوى سره لازمه مرسته نه كيږي او په افغانستان كې بې كاريو او نورو ستونزو ته په كتو سره د هرې ورځې په تيرېدو سره د دوى ستونزې لاپسې ډېريږي.
خو د يو، ان، اېچ، سي، ار وياند نادرفرهاد څرګنده كړه، له دغو ټولو ستونزو سره سره د تېر ميلادي كال په مقايسه سږكال له پاكستان څخه د افغان مهاجرو په بېرته ستنېدو كې د پام وړ زياتوالى راغلى او ښايي چې علت يې په نوموړي هېواد كې د افغان كډوالو لپاره شته ستونزې وي:
"افغان كډوال د بېرته راتګ لپاره بېلابېل دلايل وړاندې كوي، ځينې وايي، چې په هيواد كې شرايط ښه دي، يوشمېر نور وايي چې په ايران او پاكستان كې ورته ستونزې ډيرې دي ځينې نور نورو ستونزو ته ګوته نيسي.
په عين حال كې د ځينو افغان كډوالو لپاره په بهرنيو هېوادونو په ځانګړي توګه پاكستان كې له هره پلوه ستونزې هم ډيرې دي."
ښاغلي فرهاد وويل، چې له پاكستان سره د يوې نوې موافقې پراساس افغان كډوال كولاى شي په نوموړي هېواد كې د نورو درېيو كلونو لپاره هم په قانوني ډول پاتې شي.
بل خوا د افغانستان د كډوالو او بېرته راستنيدونكو چارو وزارت ويلي، چې هڅه روانه ده له بهرنيو هېوادونو څخه را ستانه شوو افغانانو ته د ژوند ښه شرايط برابرشي، د دې وزارت چارواكي وايي، چې په ډېرشمېر ولايتونو كې د بېرته راستانه شوو لپاره ځانګړي ښارګوټي جوړ او هغوى ته په كې د كور جوړولو لپاره ځمكې ويشل شوي او دا لړۍ به دوام وكړي.
خو راستانه شوي كډوال وايي، چې د دغو كورونو د جوړولو لپاره مالي او نورامكانات نه لري.