د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

فاطمي: هڅه کوو هېواد ته د بې کیفیته موادو د وارېدېدو مخه ونیسو


د حركت موسيسې اجرايوي استازى سليمان فاطمي
د حركت موسيسې اجرايوي استازى سليمان فاطمي

د افغانستان د نورم او سټنډرډ خپلواكې ادارې له حركت موسيسې سره د ملي سټنډرونو د جوړولو لپاره يو تړون لاسليك كړ. د دغه تړون له مخې د حركت موسيسه د نورم او سټنډرډ ادارې سره تر يو ميليون ډالرو ډېره مرسته كوي. د نورم او سټنډرډ خپلواكه اداره وايي، چې افغانستان ته د بې كيفيته موادو د واردېدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې كوي.

افغانستان ته د بې كيفيته موادو د راوړلو مخنيوى او د هغو موادو چې هيواد ته راوړل كېږي معياري كول، هغه اساسي پروګرام دى، چې د افغانستان د نورم او سټنډرډ خپلواكه اداره او د حركت موسيسه يې پلي كول غواړي.

دغو دوو ادارو د يكشنبې په ورځ يو تړون هم لاسليك كړ، چې له مخې به يې د حركت موسسه د افغانستان د نورم او سټنډرډ ادارې سره يو عشاريه دوه مليونه ډالره مرسته كوي.

د نورم او سټنډرډ ادارې تخنيكي مرستيال مجيب الرحمان خطير وايي، چې د دغې مرستې هدف په افغانستان كې سټنډرونه او تخنيكي كمېټې جوړول دي.

د نورم او سټنډرډ ملي اداره چې له شا او خوا دوو كالو را په دې خوا پرانيستل شوې، هڅه كوي چې افغانستان ته د بې كيفيته موادو د وارديدو مخنيوى وكړي.

دغه اداره وايي، د هېواد په پولو كې ګرځنده لابراتوارونه جوړول غواړي خو پوره متخصص كسان او لازم وسايل نه لري.

بل خوا د حركت موسيسې اجرايوي استازى سليمان فاطمي وايي، چې دوى غواړي په افغانستان كې د بې كيفيته موادو د واردېدو مخنيوى وكړي او همدارنګه د افغانستان صادارتي موادو ته ښه بازارونه پيدا كړي.

افغان چارواكي وايي، افغانستان ته ډېر بې كيفيته توكي له ګاونډيو هيوادونو څخه راځي چې خلكو ته يې د ګټي پر ځاى زيان رسېږي.

د دې تر څنګ د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې چارواكو هم په وار وار ويلي چې د بې كيفيته تيلو واريديدلو له امله د هېواد د لويو ښارونو چاپيريال خراب شوى دى او د ځينو ناروغيو سبب شوى.

عام خلك له افغان دولت څخه غواړي، چې افغانستان ته د بې كيفيته درملو، خوراكي او نورو موادو د وارديدو د مخنيوي لپاره دې لا جدي اقدامات وكړي.


معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG