د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د بګرام په زندان کې د بندیانو برخلیک په اړه د بشري حقونو اندېښنې


له زیاتې مودې راهیسي د باګرام هوایي اډې په زندان کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی بندیان پراته دي او تر اوسه کومې محکمې د دغو بندیانو د برخه لیک لیک په اړه پریکړه نه ده کړې. د بشري حقونو د څارنې سازمان وایي، هغه کسان چې له افغانستان څخه بهر نیول شوي او دا مهال په باګرام کی بندیان دي د ګوانتنامو د زندان د بندیانو په څېر حقونه لری او باید د امریکا په محکمو کې یې دوسیې حل و فصل شي.

د ۲۰۰۹ میلادي کال اپرېل میاشت کې د امریکا یوې فدرالې محکمې حکم صادر کړی و، هغه درې کسان چې له افغانستان څخه بهر نیول شوي او په باګرام کې بندیان دي، دا حق لري، چې له خپلو حقونو څخه د امریکا په فدرالي محکمې کې دفاع وکړي.

محکمې هغه مهال ویلي و، د ګوانتنامو بندیان او په باګرام کې دا درې تنه بندیان یو شان حقونه لري.

د جمعې په ورځ د واشنګټن ډي، سي، د ایستیناف محکمې حکم صادر کړ او د فدرالي محکمې د ۲۰۰۹ کال حکم یې لغوه کړ. د ایستناف محکمې پرېکړه وکړه، چې د باګرام بندیان په امریکا کې د محاکمه کېدو حق نه لري او دا ځکه چې افغانستان د جګړې یو ډګر دی.

د باګرام په زندان کې دا درې تنه بهرنیان چې دوه یې یمنیان او یو یې تونسي دی، له افغانستان څخه بهر نیول شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې سازمان د یوه یمني بندي، امین البکري له نږدې خپلوانو سره مرکه کړې او وایي، دوی د یوه شخصي پلټونکي د استخدام په فکر کې دي تر څو د نوموړي په اړه معلومات حاصل کړي.

دوی وایي، البکري د قیمتي ډبرو سوداګر و او درې اولادونه لري. نوموړی په ۲۰۰۲ میلادي کال تایلنډ ته د سفر په مهال نیول شوی و. د البکري د کورنۍ غړي وایي، کله چې نوموړی ونیول شو نو تر یوه کاله پورې دوی ته د هغه احوال نه رسېده.

د واشنګټن ډي، سي د ایستیناف محکمې د جمعې د ورځې په حکم کې دا هم ومنله، چې په باګرام کې د بندیانو په دوسیو باندې د غور او کتنې عملیه د ګوانتنامو د زندان د عملیې په څیر پراخه او منظمه نه ده او د بندیانو حقونه په کې په سم ډول نه مراعات کیږي.

د بشري حقونو سازمان په زندانونو کې د بندیانو د حقونو د ساتنې په اړه اندیښنه څرګنده کړي او وایي، په تېرو څو کلونو کې په زندانونو کې له بندیانو سره د وحشیانه او غیر انساني چال چلند ته په کتنې، محکمې باید له افغانستان څخه بهر د نیول شویو بندیانو د حقونو مسالې ته جدي پام وکړي.
XS
SM
MD
LG