د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ناټود كندهارعملياتو ته چمتوالى نيسي


سيډويل:د كندهار د عملياتو مشري به افغان پوليس او اردو كوي او نړېوال ځواكونه به يي ملاتړكوي
سيډويل:د كندهار د عملياتو مشري به افغان پوليس او اردو كوي او نړېوال ځواكونه به يي ملاتړكوي

ناټو وايي، په كندهاركې د مخالفو وسلوالو پرضد د پوځي عملياتو لپاره دا مهال چمتوالى نيول كيږي او تمه ده چې دغه عمليات به په روان اوړي كې په خپل ټاكلي وخت ترسره شي خو زياته يي كړه، چې داعمليات به د هلمند د مارجې د ولسوالۍ له عملياتو سره څرګند توپيرو لري.

په داسې حال كې چې د كندهار د عملياتو په اړه بېلابېلې ګونګسې موجودې دي، چې دغه عمليات به يا لغوه او يا وځنډيږي خو د ناټو چارواكي وايي، چې له دغو عملياتو څخه په رسنيو كې ناسم تعبير شوې.

په كابل كې د ناټو ملكي استازي مارك سيډويل د چهارشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې وويل، چې همدا اوس له دغو عملياتو څخه مخكې په سياسي پړاو باندې كار روان دى، څو تر هرڅه وړاندې د عملياتو لپاره يو سياسي ماحول برابر كړاى شي:
سيډويل وايي دوهم پړاو به د يوسلسله جګړيزوعملياتو پېلېدل وي، چې د كندهار په مركز او ولسواليو كې به پيل شي


" لومړى پړاو سياسي دى، چې د كندهار د والي توريالي ويسا او د ولايتي شوار د غړو له خوا يي مشري كيږي او د كندهار په ټولو ولسواليو كې له شوراګانو سره پرې خبرې كيږي، چې د دغو عملياتو په برخه كې د هغوي موافقه ترلاسه كړي.

موږ ټول پوهيږو چې په كندهار كې زياتې امنيتي ستونزې دي له اختطاف څخه بيا تر وژلو پورې، نو ځكه دغلته امنيت بايد خوندي شي، خو بايد د خلكو په خوښه وي."

ده وويل، چې دغه سياسي پروسه به تر هغې اوږده شي چې د كندهار د عملياتو په اړه د خلكو بشپړ ملاتړ ترلاسه شي.

په كندهار كې د دغو پوځي عملياتو د ترسره كېدو لپاره لا د مخه په دغه ولايت كې زيات كورني او بهرني سرتېري ځاى پرځاى شوي وه، خو ولسمشر حامد كرزي كندهار ته د خپل سفر پر مهال وويل، چې تر هغې به دغه عمليات ترسره نه شي څو خپله د كندهار خلك يي و نه غواړي.

دغه راز سيډويل او د ناټو وياند د باګرام په هوايي اډې باندې د مخالفينو د چهار شنبې د ورځې د بريد په اړه كه څه هم ترې ژورنالستانو په وار وار پوښتنې وكړې ولې هيڅ جزيات يي ورنه كړل.

سيډويل، د كندهار د عملياتو په اړه د خپلو خبرو په دوام دا هم وويل، چې په دغو عملياتو كې به يواځې تمركز په پوځي ځواك باندې نه وي، بلكه د عملياتو د مخه ښې حكومت دارې او بيارغونې ته هم پاملرنه كيږي:

"دوهم پړاو به د يو سلسله جګړيزو عملياتو پېلېدل وي، چې د كندهار په مركز او ولسواليو كې به پيل شي.

د پوليسو په اوسني ځواك باندې به هم اضافه شي او په هاغو ځاېونو باندې به بريدونه وشي په كومو كې، چې مخالفين ځواكمن دي او دغه راز د قانون په حاكميت باندې به هم كار وشي ځكه په كندهار كې د ستونزو زياته برخه مخالفين نه بلكه مجرم عناصر هم جوړوي.

د دغو عملياتو مشري به افغان پوليس او اردو كوي او نړېوال ځواكونه به يي ملاتړكوي."

د مارجې د عملياتو وروسته، چې د ډيرو په باور د امنيت په ټينگښت كې يي چندان مثبته اغيزه نه درلوده داسې اندېښنې هم وجود لري، چې د كندهار په عملياتو كې به هم زياتې ستونزې موجودې وې او زيات خلك به اړ شي، چې خپل كورونه پريږدي خو د افغان او د ناټو چارواكي وايي، چې ډيره زياته هڅه به وشي څو په دغو عملياتو كې ملكي وګړو ته زيات زيان ونه رسيږي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG