د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

ناټو: په ننګرهار کې وسله وال وژل شوي، نه ملكي خلک


ناټو ځواكونو ټينګار كړی، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې د جمعې د شپې په پوځي عملياتو كې وسلوال مخالفين وژل شوي دي. په كابل كې د ناټو ځواكونو يوه مسوول خبريالانو ته وويل، چې د عملياتو په ځاى كې وسله او مهمات موندل شوي دي.

وروسته له هغې چې په ننګرهار كې يو شمير خلكو د هغو عملياتو پر ضد مظاهره وكړه، چي د دوى په وينا ملكي خلك په كې وژل شوي دي، په كابل كې د ناټو ځواكونو چارواكو په دې ټينګار وكړ، چې په دغو عملياتو كې وژل شوي كسان وسلوال مخالفين دي.

په كابل كې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سوله ساتو ځواكونو د عامه اړيكو مسوول ډګروال وين شنكس خبريالانو ته وويل، د سره رود ولسوالۍ د سيدانو په كلي كې دغه عمليات د هغو كسانو پر خلاف شوي دي، چې په ناټو ځواكونو يې د حملې پلان درلود.

هغه وويل، له عملياتو وروسته يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي:

"له عملياتو وروسته سمدلاسه د محل دولتي مسوول او د سيمې پوليسو ته بلنه وركړل شوه، هغه مهمات چې لاسته راغلي و او هغه كسان چې وژل شوي و، ور وښودل شول. په ساحه کې وسله وموندل شوه، يوه اندازه مهمات ترلاسه شول."

شنكس زياته كړه چې د ننګرهار والي او د امنيې قومندان ته مخكې له مخكې د عملياتو په اړه خبر وركړل شوى و.

هغه همداراز وويل، په ننګرهار كې په دې اړه شوې د جمعې د ورځې مظاهره په سيمه د ځينو هغو كسانو له خوا تنظيم شوې وه، چې په دغو عملياتو راضي نه وو.

بل خوا د افغانستان جمهوري رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ناټو ځواكونو دغه عمليات غندلي دي او ويلي يې دي چې په دغو عمليات كې لس ملكي وګړي وژل شوي دي.

په اعلاميې كې راغلي چې جمهور رييس حامد كرزى د قربانيانو له كورنيو سره غمرارزي ښيي او د امنيتي ځواكونو ته يې لارښونه وكړي، چې د پيښې په اړه هر اړخيزې څيړنې وكړي.

كه څه هم افغان چارواكي وايي، چې په دې وروستيو كې د نړيوالو ځواكونو له خوا د ځانګړو مقرراتو د وضع كېدو له امله په پوځي عملياتو كې ملكي مرګ ژوبله كمه شوي ده خو دغه ستونزه په بشپړه توګه نه ده حل شوې.

دوى وايي، وسلوال مخالفين هم له دغې موضوع نه په ګټي اخيستنې سره وخت په وخت د خلكو د تحريكولو هڅه كوي.
XS
SM
MD
LG