د بریتانیا د بهرنیو چارو نوي وزیر نن وویل چې افغانستان به د ده د بهرنی سیاست ترټولو مهم لومړیتوب وي.
ویلیام هاګ د نوی ایتلافي حکومت د ملی امنیت د لومړۍ غونډې له جوړیدو مخکې سکای نیوز ټلویزیون ته وویل:
(( دا به زما د کارترټولومهم لومړیتوب وي چې دا ډاډ حاصل کړو چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت زموږپه کنټرول دی او دا کار له موږڅخه د ډیروخت، انرژي اوهڅوغوښتنه کوي.))
ښاغلی هاګ زیاته کړه، موږ دلته په دې اړه یوه موده سیاسي ناندرې درلودې خو اصلي جګړه هلته روانه ده.
ویلیام هاګ وروسته تردې د نوې صدراعظم ډوید کامرون له خوا د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شوچې پرون محافظه کار او لیبرال ډموکراتیک ګوندونو ایتلافي حکومت جوړ کړ.
بریتانیا په افغانستان کې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې شاوخوا لس زره سرتیري لري چې په جنوبي ولایت هلمند ځای پرځای دي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې بریتانیا افغانستان ته ځواکونه لیږلي تراوسه پورې یې ۲۸۵ سرتیري وژل شوي دي.
د نوي صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا د کامیرون لومړنی اقدام دی چې په هیواد کې له خطرونو سره د مقابلې لپاره، د ملي امنیت شورا را غواړي ترڅو د بهرنیو، کورنیو دفاعي چارو، انرژۍ او نړیوالوپراختیایي مرستو د وزارتونو کارونه هم اهنګ کړي.
په دې غونډه کې چې نن جوړیږي، پرکامیرون سربیره د هغه مرستیال د ډيموکرات ګوند مشر نیک کلیګ او نوروزیران برخه اخلي.
د بریتانیا د صدراعظم دفتر وویل د ملي امنیت شورا به په افغانستان او پاکستان کې د حالاتو په اړه خبرې وکړياو بریتانیا د ترورستي ګواښ مسله به وڅیړي.
په بریتانیا کې نوی ایتلافي حکومت وروسته له هغه جوړیږي چې پخوانی صدراعظم ګوردن براون او د کارګر ګوند مشرپه تیروپارلماني انتخاباتو کې له ماتې وروسته استعفاورکړه.
کارګرګوند چې له دیارلسو کلونوراهیسې یې د بریتانیا په پارلمان کې اکثریت درلود، په وروستیو انتخاباتو کې یې د دویم ځای په ګټلو سره د غه اکثریت له لاسه ورکړ.