د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۶

هراتيان:په ايران كې د افغانانود اعدام مخه ونېول شي


مظاهره كوونكي: ايراني چارواكي دوى ته د اعدام شوېو ځوانانو مړي د پيسو په بدل كې سپاري
مظاهره كوونكي: ايراني چارواكي دوى ته د اعدام شوېو ځوانانو مړي د پيسو په بدل كې سپاري
د دې مظاهرې ګډونوالو، چې زياتره يي د هرات له سرحدي ولسواليو څخه راغلي وو، دا غوښتنه كوله، چې په ايران كې په اعدام د محكوم شوېو افغانانو دوسيې دې له سره وڅيړل شي او دوى دې په خپل هېواد كې محاكمه شي.

ايراني چارواكو دا افغانان د نشه يي موادو په قاچاق او نورو جرمونو کې پر لاس لرلو تورنوي او په اعدام یې مخکوم کړي ،خو د مظاهرې ګډونوالو بيا دا تورونه ناسم بلل او ويل يي، چې ايران د دې اعدامونو ترشا نور اهداف تعقيبوي.

د مظاهرې يوې ګډونوالې، چې د خپل اعدام شوي زوى انځور ورسره و وويل، چې د دى زوى د نشه يي توكو په قاچاق كې ښكيل نه وو:

”زما زوى د نشه يي توكو قاچاق نه كاوه، يو موټر چلوونكې و، چا يي په موټر كې نشه يي توكي ايښي وو او په بلا كې يي دى ولاړ."

مظاهره كوونكو، چې د يو شمېر اعدام شوېو افغان ځوانانو انځورونه يې هم له ځانه سره ليږدول دا شكايت هم كاوه، چې ايراني چارواكي دوى ته د اعدام شوېو ځوانانو مړي په اسانه نه سپاري او د هغې په بدل كې د پيسو غوښتنه كوي.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې اوس مهال په ايران كې له پنځو زرو زيات افغان ځوانان بنديان دي، چې له دې ډلې نه څه باندې درې زره
مظاهره كوونكو، د يو شمېر اعدام شوېو افغان ځوانانو انځورونه هم له ځانه سره ليږدول
يي په اعدام محكوم شوي.

په ولسي جرګه كې د هرات د خلكو استازې وايي، ده ته، چې كومه شمېره وركړل شوې تراوسه پورې په ايران كې له ۷۰ زيات دغه افغانان اعدام شوي، حال دا، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا يوازې د نهو افغانانو د اعدام خبر تاييدوي.

تر دې مخكې هم په كابل هرات او د افغانستان په ځينو نورو ښارونو كې خلك واټونو ته راوتلي و او په ايران كې يي د افغانانو د اعدام د مخنيوي غوښتنه كړې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دوى په دې اړه په جدي توګه كار كوي، خو د بهرنيو چارو وزير په ولسي جرګه كې وويل، چې ايران ورسره په دې برخه كې همكاري نه كوي.
XS
SM
MD
LG